|
په هلمند کې ډنمارکى سرتېرى ووژل شو | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د آيساف ځواکونه وايي د افغانستان په سويل کې يې يو سرتېرى وژل شوى دى. ناټو په يوې لنډې خبرپاڼه کې يوازې دومره ويلي چې سرتېرى يې په سويل کې نن له هغو ټپونو مړ شو چې تېره ورځ ورته رسېدلي و. په کوپنهاگن کې د دفاع وزارت بيا منلې ده چې دغه سرتېرى د ډنمارک و چې تېره ورځ په هلمند کې ټپي شوى و، او نن يې ساه ورکړه. ډنمارکي پوځ ويلي چې سرتېري ته يې هغه مهال مرگ ژوبله ور واوښتله چې د گرشک ولسوالۍ په شمالي سيمو کې يې گاډى پر يوۀ بم وخوت او بيا ورپسې د هاوانونو بريد وشو. ناټو ته له وروستۍ مرگ ژوبلې سره په افغانستان کې سږ کال د وژل شويو بهرنيو سرتېرو شمېره ١٩٣ ته ورسېده، چې تر تېر بشپړ کال دوه زياته ده. هلمند د افغانستان تر ټولو نارامه ولايت دى چې جنگ جگړې پکې ورځنۍ خبرې دي او يو له هغو سيمو ده چې پکې بهرنيو ځواکونو ته د سر پراخ زيان اوښتى دى. | ورسره تړلي نور خبرونه ناټووياند:دايساف دوه سرتيري وژل شوي دي27 سپتمبر, 2007 | افغانستان په هلمند کې دوه برتانوي سرتېري وژل شوي09 سپتمبر, 2007 | افغانستان په افغانستان کې د ناټو دوه سرتېري وژل شوي05 سپتمبر, 2007 | افغانستان په ځانمرگي بريد کې درې ناټو سرتېري وژل شوي28 اگست, 2007 | افغانستان په افغانستان کې پنځه بهرني سرتېري وژل شوي27 اگست, 2007 | افغانستان يو ولسوال او٣ماشومان يې ځانمرگي ووژل17 اگست, 2007 | افغانستان په افغانستان کې پنځه بهرني سرتېري وژل شوي12 اگست, 2007 | افغانستان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||