BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:49 گرينويچ 2007 ,10 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په وردگو کې توپکوالو لمونځ کوونکي وژلي

د ميدان وردگو يو کلى چې افغان پوځ پکې کوم مشکوک اورپکى نيسي (ارشيف)
په ډزو کې د کلي يو مخور او يو بل کليوال وژل شوي
په ميدان وردگو ولايت کې نا څرگنده وسله والو په جومات کې پر لمونځ کوونکو ډزې کړې، دوه يې وژلي او لس تنه نور يې ټپيان کړي دي. په لوگر کې بيا توپکوالو د کلي يو ملا وژلى.

د ميدان وردگو د امنيت مشر اصف بڼوال وايي يوې ډلې وسله والو تېره شپه د تراويح لمانځۀ په ترڅ کې د توپ دښتې په سيمه کې يو جومات ته ننوتل او پر لمونځ کوونکو يې بې واره ډزې پيل کړې.

په ډزو کې يو د کلي مخور او يو بل سړى وژل شوي او لس نور ټپيان دي.

وسله والو کسانو چې لا هم نه دي پېژندل شوي له بريده وروسته له سيمې څخه پېښې سپکې کړې او ځايي چارواکي وايي چې لټه يې روانه ده.

هاخوا د څنگلوري لوگر ولايت په محمد اغه ولسوالۍ کې په ورته توگه ناپېژانده وسله والو د کلي ملا له پښو غورځولى.

د کورنيو چارو وزارت وايي د دينو کلي ملا تېره شپه له جوماته کور ته پر لاره د وسله والو لخوا لومړى تښتول شوى او وروسته يې کليوالو مړى موندلى دى.

د يوۀ بريد پړه هم چا تر اوسه پر غاړه نه ده اخيستې.

بلخوا، په ختيځ ولايت کونړ کې يو سړى وروسته له هغه مړ شوى چې کور يې په توغندي ولگېد.

هلته مېشت بهرني ځواکونه وايي يو توغندى چې وسله والو د دوى پر چورلکې وار کړى و، خطا شو او په ماڼوگۍ ولسوالۍ کې يې په يوۀ کور کې ولگېد. نړيوال ځواکونه وايي د توغندي د لگېدو لامله يو سړى ټپي شو، چې دوى بيا روغتون ته يووړ او هلته ومړ.

د کونړ په څوکۍ ولسوالۍ کې بيا وسله وال طالبان وايي د بهرنيو ځواکونو پر غرنيو پوستو يې يو لړ بريدونه کړي، چې مقابل لورې ته د مرگ ژوبلې اړولو ادعا هم کوي.

خو نړيوال ځواکونه بيا وايي چې پر پوستو يې بريد شوى او له طالبانو سره يې جگړه کړې، خو د سر زيان نه مني.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت