|
طالبانو د اجرستان ولسوالۍ نيولې | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
وسله والو طالبانو په غزني کې د اجرستان ولسوالۍ نيولې او څو پوليس يې په جگړه کې وژلي دي. هاخوا، په ارزگان کې ځانمرگى بريد شوى، او پنځه هالنډي سرتېري ټپيان شوي دي. په غزني کې امنيتي چارواکي وايي د اجرستان ولسوالۍ له مرکز څخه يې 'تکتيکي پرشا تگ' کړى دى. خو وسله وال طالبان وايي د ولسوالۍ مرکز يې تېره شپه نيولى او بيا سوځولى او اووه تنه پوليس يې وژلي. د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي له پوليسو څخه يې گڼ شمېر وسلې او څو گاډي هم نيولي او نور گاډي يې د ولسوالۍ له دفتر سره يوځاى سوځولي دي. د غزني د پوليسو مشر عليشاه احمدزي ومنله چې درې پوليس يې په هغې جگړه کې وژل شوي چې د اجرستان په مرکز کې تېره شپه پيل شوې ده. دۀ وويل کسانو يې له ولسوالۍ څخه تکتيکي پرشاتگ کړى او اوس يې عمليات پرلاره اچولي چې بېرته په سيمه کې خپل ځايونه پياوړي کړي. چارواکو دا هم منلې چې طالبانو د ولسوالۍ مرکز ته اور اچولى دى. په اجرستان کې تېره اونۍ هم طالبانو په يوۀ بريد کې اتۀ پوليس وژلي وو. دغه ولسوالۍ تر اوسه يو له ارامو سيمو څخه وه. طالبان خپل تازه بريدونه د هغو عملياتو برخه بولي چې د روژې مياشتې له پيله راهيسې يې د نصرت په نامۀ پيل کړي دي. په ارزگان کې بيا پر ناټو ځواکونو ځانمرگى بريد شوى، خو د مرگ ژوبلو په اړه يې څوک چارواکي جزيات نه ورکوي. په کابل کې د ناټو يوۀ وياند ډگرمن چارلز انتوني بي بي سي ته وويل بريد دوى ته 'کومه سخته مرگ ژوبله' نه ده ور اړولې. خو په بروکسل کې د دفاع وزير ويلي چې د هالنډ پنځه سرتېري د 'دښمن په ډزو' کې ټپيان شوي، چې ټپونه يې سرسري ښوول شوي دي. | ورسره تړلي نور خبرونه شپږ کسان په تازه تاوتريخوالي کې وژل شوي02 اکتوبر, 2007 | افغانستان يوولس پوليس او ٢٠ طالبان وژل شوي01 اکتوبر, 2007 | افغانستان په تازه تاوتريخوالي کې ١٠ کسان وژل شوي30 سپتمبر, 2007 | افغانستان د بدخشان په کمين کې ١٢ کسان وژل شوي24 سپتمبر, 2007 | افغانستان په غزني کې بمباريو طالبان 'او کليوال' وژلي05 سپتمبر, 2007 | افغانستان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||