|
'په کونړ کې ناټو ځواکونو دوه ولسي خلک وژلي' | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په کونړ کې دوه ولسي کسان د ناټو ځواکونو په ډزو کې وژل شوي او درې ټپيان دي. په وژل شويو کسانو کې يوه ښځه ده. د ماڼوگۍ ولسوال زلمى يوسفزى وايي چې نړيوالو ځواکونو يو 'مخالف' وسله وال سړى په نښه کړى و چې په ناڅاپي ډول د عادي خلکو د سورلۍ گاډى راښکاره شو او مردکۍ پرې ولگېدې. ناټو ځواکونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. ولسي خلکو ته دغه مرگ ژوبله په داسې مهال کې اوړي چې په يوه بله ولسوالۍ څوکۍ کې د بهرنيو ځواکونو په ضد په سلگونو کسانو لارو ته راوتلي ول. دغه لاريون ظاهرآ وروسته له هغه کېده چې بهرنيو ځواکونو تېره ورځ په همدې ولسوالۍ کې، د خلکو پر خبره، گڼ کورونه په بمباريو کې ويجاړ کړل. دوى له حکومته او نړيوالو ځواکونو وغوښتل چې د خلکو له استوگنځايونو نه ليرې دېره شي. دوى حکومت پړ گاڼه چې د خلکو د امنيت په ساتلو کې پاتې راغلى. هاخوا، د نورستان له ختيځ برگ مټال څخه راپورونه وايي چې د دغې ولسوالۍ د پوليسو مشر جان محمد د وسله والو په يوۀ کمين کې وژل شوى دى. وسله وال طالبان وايي چې جان محمد يې له څلورو نورو پوليسو سره يو ځاى وژلى او همدومره نور يې ترې ژوندي نيولي دي. خو، د نورستان د امنيت امر سمونوال محمد داود نديم وايي چې په پېښه کې يو پوليس او موټر چلوونکى يې وژل شوي، خو د پوليسو د مشر وروسته له هغۀ ناڅرگند پاتې دى چې وسله والو طالبانو په ټپي حالت کې له ځان سره بوت. د کونړ له نورو سيمو - اسمار، مرورې او سرکاڼو - څخه هم د جنگ جگړو راپورونه تر لاسه شوي دي، خو د مرگ ژوبلې په اړه څه نه دي ويل شوي. په دغو سيمو کې وسله والو طالبانو پر حکومتي ځايونو توغندي اورولي دي. | ورسره تړلي نور خبرونه په کونړ کې توغنديو دوه ماشومان ووژل15 سپتمبر, 2007 | افغانستان د کونړ په بريد کې اووه امنيتي کسان وژل شوي03 سپتمبر, 2007 | افغانستان 'د کونړ په بمباريو کې ٣٥ ولسي خلک وژل شوي '07 جولاى, 2007 | افغانستان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||