BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 09:51 گرينويچ 2007 ,13 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په کونړ کې د امريکايانو په ضد لاريون وشو

امريکايي پوځيان په کونړ کې
امريکايي پوځ يوازې دا مني چې په کونړ کې يې څلور تنه نيولي دي، خو وايي چې له قرآنونو سره د دوى کار نشته
د کونړ په نرنگ ولسوالۍ کې په سلگونو قهروړيو خلکو د هغۀ څه په ضد لاريون وکړ چې د دوى په خبره امريکايي ځواکونو د پوځي عملياتو په ترڅ کې قرانونه سوځولي دي.

قهرجنو خلکو چې د څو ساعتونو لپاره يې سړکونه تړلي وو له ځان سره د قرآن نيمې سوځلې ټوټې هم لېږدولې او د امريکا، ناټو او افغان حکومت په ضد يې ترخۀ شعارونه ورکول.

دوى ويل امريکايي ځواکونو تېره شپه په کوډو کلي کې د يوۀ ملا د کور د پلټلو پر مهال د قرآن کريم څو نسخې سوځلې دي.

خبريالانو ته هغه کور وښودل شو چې پکې د قران نيمه سوځول شوې نسخې پرتې وې او يو شمېر يې ايرې شوې وې.

پوليسو هم دا راپورونه تاييد کړل، خو وايي چې د زياتو جزياتو په اړه لا هم پلټنه کوي.

سيمه ييز خلک وايي عمليات د درباز په نامۀ د يوۀ ملا پر کور شوي، چې له دۀ سربېره د دۀ درې نارينه خپلوان هم نيول شوي دي.

په بگرام کې د امريکا پوځ ومنله چې تېره شپه يې په کونړ کې د عملياتو په ترڅ کې څلور مشکوک کسان نيولي، خو وايي چې د قرانونو د سوځولو په اړه هېڅ راپور نه لري.

دا لا تر اوسه څرگنده نه ده چې قرآن څه ډول اور اخيستى، ډزې شوې او که پر لوى لاس چا اور ورته کړى. خو ځينو عيني شاهدانو بي بي سي ته وويل چې امريکايي ځواکونو د ملا درباز کتابخانې ته اور ورته کړ چې پکې قرآنونه هم ول.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت