BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:22 گرينويچ 2007 ,21 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ناټو:موږ د ملکي خلکو ژوند ته پام کوو

طالبان
طالبان هم دغه خبره کوي اودواټ د غاړې په بمي بريدونو او هم په ځانمرگو هغو کې ملکي خلکو ته اوښتې مرگ ژوبله کمه ښيي.
په افغانستان کې ناټو هغه راپورونه رد کړي دي چې وايي په روان کال کې د١٢٠٠ ملکي افغانانو له منځه دنيمايي هغو د وژلو لامل دوى گرځيدلي دي.

دناټو يو وياند اعلان وکړ چې د تيرو مياشتو راهيسې دناټود عملياتو په ترڅ کې دملکي خلکود مرگ ژوبلې شميره راټيټه شوې ده.

ناټو دغه خبرې يوه ورځ وروسته له هغې کولې چې د ملگروملتونو د بشري حقونو کميشنرې د ملکي خلکو پر وژلو نيوکه وکړه اودا يې د بشر له حقونو څخه د تيري ښکاره نښه وبلله.

په افغانستان کې د بشر له حقونو څخه د ښکاره تيري په توگه دملکي خلکو وژنه د لوې بيلگې په توگه ياديږي.

ناټو هغه راپورونه رد کړل چې ډيرى ملکي خلک ددوى د عملياتو په لړ کې وژل کيږي.

دوى وايي چې د طالبانو سرتيري له ملکي خلکو څخه د انساني ډال په توگه کار اخلي اوياداچې پر دوى له کليو او بانډوڅخه ډزې کوي.

دناټو يو وياند کارلوس برانکو په کابل کې خبري کنفرانس ته وويل چې دوى دپوځي عملياتو پر وخت دملکي خلکو د ژغورنې هڅه بيا بيا کړې ده:

خودافغانستان دناارامه سيمو ډيرى خلک ادعا کوي چې ډير ملکي وگړي دناټو د هوايي بريدونو په ترڅ کې وژل کيږي.

طالبان هم دغه خبره کوي اودواټ د غاړې په بمي بريدونو او هم په ځانمرگو هغو کې ملکي خلکو ته اوښتې مرگ ژوبله کمه ښيي.

له دې يوه ورځ وړاندې د ملگرو ملتونو د بشري حقونو کميشنرې لويس اربورپه افغانستان کې خپل پنځه ورځينى سفر پاى ته ورساوو.

دې د هيواد په سوېل کې د ملکي خلکو پر وژنې انديښنه وښودله.

اغلې اربور وويل هر څوک چې په افغانستان کې ملکي خلک وژني بايد په وړاندې يې ځواب ويلو ته هم چمتوالى ولري.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت