|
دوه ناټو سرتېري او نهه افغان پوليس وژل شوي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په افغانستان کې په دوو جلا پېښو کې د ناټو دوه سرتېري او نهه تنه افغان پوليس وژل شوي دي. د ناټو ځواکونو يوه خبرپاڼه وايي دوه سرتېري او يو افغان ژباړن يې د افغانستان په سويل کې هغه مهال ووژل شول چې پر گاډى يې د سړک د غاړې بم وچاودېد. درې نور سرتېري په دغه چاودنه کې ټپيان شوي دي. د دغو سرتېرو هويت نه دى په ډاگه شوى. هاخوا، په غور ولايت کې چارواکي وايي نهه تنه پوليس د وسله والو لخوا په يوۀ بريد کې وژل شوي دي. نولس تنه نور پوليس له دغۀ بريد وروسته نادرکه شوي دي. د غور د پوليسو مشر شاه جهان نوري بي بي سي ته وويل په شهرک ولسوالۍ کې ناپېژانده وسله والو د پوليسو پر يوۀ کتار ناڅاپي بريد وکړ، نهه تنه يې ځينې ووژل، پنځه يې ټپيان کړل او ١٩نور نادرکه شوي دي. خو د طالبانو يوۀ وياند قاري يوسف احمدي بي بي سي ته وويل بريد دوى ترسره کړى او د وژل شويو پوليسو شمېره يې ١٢ښوولې. دۀ همدا ډول وويل پنځه تنه نور پوليس طالبانو له ځان سره بيولي دي. په وروستيو کې پر بهرنيو او افغان ځواکونو باندې د وسله والو طالبانو بريدونه زيات شوي دي، چې روان ميلادي کال يې تر ټولو خونړى گرځولى. | ورسره تړلي نور خبرونه په نورستان کې شپږ بهرني سرتېري وژل شوي10 نومبر, 2007 | افغانستان ناټووياند:دايساف دوه سرتيري وژل شوي دي27 سپتمبر, 2007 | افغانستان په هلمند کې دوه برتانوي سرتېري وژل شوي09 سپتمبر, 2007 | افغانستان په ځانمرگي بريد کې درې ناټو سرتېري وژل شوي28 اگست, 2007 | افغانستان کونړ کې درې تنه پوليس وژل شوي دي02 نومبر, 2007 | افغانستان په فراه او هلمند کې پوليس وژل شوي15 سپتمبر, 2007 | افغانستان په بادغيس کې څلور پوليس وژل شوي10 سپتمبر, 2007 | افغانستان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||