|
په فراه او هلمند کې پوليس وژل شوي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په فراه او هلمند ولايتونو کې له طالبانو سره په نښتو کې څلور افغان پوليس وژل شوي. چارواکي وايي طالبانو ته هم مرگ ژوبله اوښتي ده . چارواکي وايي د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو پر يوې امنيتې پوستې تېره شپه بريد کړى او درې پوليس يې وژلي دي. چارواکي وايي پر پوستې باندې له بريده وروسته د پوليسو او طالبانو تر منځ څو ساعته جگړه ونښته او بريد کوونو وروسته له سيمې څخه پښې سپکې کړې. ددغه ولايت په گلستان ولسوالۍ كې بيا د دوقومونو ترمنځ دځمكې پرسر جګړه شوې چې له دواړ لوريو څخه يو- يوتن وژل شوى دى . هاخوا، په هلمند ولايت کې هم د وسله والو په بريد کې يو پوليس او، د چارواکو په خبر، شپږ طالبان وژل شوي دي. د هلمند ولايت د پوليسو يو چارواکى فقير محمد عسکر وايي يو پوليس يې هغه مهال ووژل شو او دوه نور ټپيان شول چې وسله والو طالبانو پر دوو امنيتي پوستو بريد وکړ. دى وايي ښايي ځينې طالبان هم په نادعلي ولسوالۍ کې د دغې نښتې په ځوابي بريد کې وژل شوي وي. د همدغه ولايت په ناد علي ولسوالۍ کې بيا په يوه بله نښته کې، د چارواکو په وينا، شپږ طالبان وژل شوي دي. ښاغلى عسکر وايي کسانو يې شپږ وسله وال طالبان وروسته له هغه ووژل چې د يوۀ شخصي امريکايي امنيتي شرکت وسله وال ساتونکي يې تر بريد لاندې راغلل. دۀ وويل په گرشک ولسوالۍ کې د USPI په نامۀ د امنيتي شرکت پر يوۀ کتار له بريده وروسته، پوليس له طالبانو سره ونښتل او په يوه لنډه جگړه کې يې د هغوى شپږ تنه ووژل. ښاغلي عسکر زياته کړه چې څو نور وسله وال طالبان په نښته کې ټپيان هم شول، چې دوه يې له نيول کېدو وروسته د هلمند ولايتي پوځي روغتون ته د درملنې لپاره واستول شول. وسله وال طالبان په دواړو نښتو كې دخپل لوري مرګ ژوبله ردوي اودافغان سرتيرو مرګ ژوبله ډېره بولي . | ورسره تړلي نور خبرونه په بادغيس کې څلور پوليس وژل شوي10 سپتمبر, 2007 | افغانستان پوليسو په هلمند کې خپل يو مشر وواژۀ01 سپتمبر, 2007 | افغانستان ١٨مياشتوکې به افغان پوليس غښتلي شي12 جولاى, 2007 | افغانستان په پکتيا او کندهار کې بريدونه شوي11 جولاى, 2007 | افغانستان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||