|
کونړ کې درې تنه پوليس وژل شوي دي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په کنړ کې په دوه بيلابيلو پيښو کې درې افغان پوليس وژل شوي او ٧ نور ټپيان دي. د سرکاڼو د سرحدي ولسوالۍ په پشد کې وسله والو طالبانو د پوليسو پر پوسته بريد کړى او اسد اباد ته نژدې يې د سرحدي پوليسو پر گاډي لاره د واټ د غاړې بم الوزولى دى. د کنړ امنيې قومندان جنرال عبدالجلال جلال وايي په دواړو پيښو کې درې پوليس وژل شوي او ٧ نور ټپيان شوي دي. دى وايي وسله والو بريد کونکو ته هم مرگ ژوبله وراوښتې ده خو وسله وال طالبان د سرکاڼود پشد په سيمه کې ادعا کړې چې له ١٠ ډير پوليس يې وژلي دي اود خپلو درې تنو مړينه يې هم منلې ده. دوى دعوه کوي چې د سرحدي پوليسو پر گاډي چول شوى بم ټولې سپرلۍ وژلي دي . له بلې خوا د افغانستان په لويديځ د فراه په ولايت کې ددلارام ولسوال مولوي يحيى بي بي سي ته ويلي دي چې دگلستان او بکوا د ولسواليو پر سر په جگړو کې له ٥٠ ډير وسله وال او د ٤٠ په شاوخوا کې افغان پوليس او پوځيان وژل شوي دي. خو وسله وال طالبان د خپلې ډلې دغه شمير مرگ ژوبله نه مني. خو ناتايد شوي راپورونه وايي چې د بکوا د ولسوالۍ ودانۍ ته طالبانو زيان اړولى دى. دغلته لاله وړاندې د گلستان ولسوالۍ د طالبانو لاسته ورغلې ده. ددغې ولسوالۍ د بيرته نيولو پر سر ددولتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جگړه روانه ده. | ورسره تړلي نور خبرونه د ننگرهار په عملياتو کې ولسي خلک وژل شوي01 نومبر, 2007 | افغانستان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||