BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:49 گرينويچ 2007 ,01 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ننگرهار په عملياتو کې ولسي خلک وژل شوي
د بهرنيو ځواکونو په عملياتو کې د افغان ولسي خلکو مرگ ژوبله (ارشيف)
ايتلافي ځواکونه وايي د عملياتو له پاى ته رسېدو وروسته پوه شول چې ولسي خلک د ډزو په ادلون بدلون کې وژل شوي
د امريکا په مشرۍ ايتلافي ځواکونو په ختيځ ولايت ننګرهار کې پر يوۀ کور دبريد په ترڅ کې لږ تر لږه درې تنه وژلي او دوه نور يې ټپيان کړي دي، چې مېرمنې اوماشومان هم پکې دي.

سيمه ييزو چارواکو دپيښې پخلى کړى او ايتلافي ځواکونو ويلي چې ولسي خلکو ته د جگړې په ترڅ کې مرگ ژوبله اوښتي ده.

د ايتلافي ځواکونو په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې دوى د باوري معلوماتو پر بنسټ په بټي کوټ کې پر يوۀ کور عمليات وکړل چې پکې يوۀ اورپکي ځان پټ کړى و. خبرپاڼه وايي کله چې دوى کور ته ننوتل، مشکوک اورپکي ډزې پيل کړې او خپله کورنۍ يې هم له ځان سره د جگړې په ځاى کې ساتلې وه. خبرپاڼه زياتوي چې دوى د جگړې له پاى ته رسېدو وروسته پوه شول چې دوه ماشومان هم وژل شوي، يوه ښځه او يو بل ماشوم ټپيان شوي دي.

دننګرهار دپوليسو وياند سمونوال عبدالغفور بي بي سي ته وويل د ايتلاف دځواکونو په ډزو درې تنه وژل شوي چې يو تر ٧٠ کلونو زيات بوډا، يوه پيغله نجلۍاو يوهلک دى. دۀ وويل له دغۀ کور څخه درې نور کسان د بهرنيو ځواکونو لخوا بيول شوي دي.

که څۀ هم ځايي چارواکي نه وايي چې په نښه شوي او نيول شوي کسان له چا سره تړلي وو، خو د سيمې خلک له يوې مخې وژل شوي او نيول شوي کسان عادي خلک بولي او وايي چې له کومې مخالفې ډلې سره يې تړاو نه لارۀ.

هاخوا، د کندهار ښار ته نژدې په ارغنداب ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او افغان او بهرنيو ځواکونو تر منځ جگړه تر ډېره پاى ته رسېدلې ده. د دغې ولسوالۍ ډېرى سيمې درې ورځې مخکې وسله والو طالبانو نيولې وې. دوى آن ښار ته څېرمه د باغ پول سيمې ته هم رسېدلي ول. سيمه ييز چارواکي په جگړه کې د لسگونو طالبانو د وژلو ادعا کوي.

خبريالان وايي که څۀ هم طالبان به د اوس لپاره له ارغنداب څخه پر شا شوي وي، خو دا د دوى پياوړتيا ښيي چې آن د ښار لمنې هم گواښلى شي.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت