BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 08:27 گرينويچ 2007 ,14 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
اى سي ارسي:افغانان ناخوالوسره مخامخ دي

اى سي ار سي
اى سي ار سي وايي چې په افغانستان کې ځانمرگو بريدونو او هوايي بمباريو د ملکي خلکو ژوند تريخ کړى دى
دسره صليب نړيواله کميټه وايي چې ملکي خلک په افغانستان کې د امريکا په مشرۍ د ايتلاف ، افغان پوځ او طالبانو ترمنځ د روان تاوتريخوالي له کبله په زياتيدونکي ډول ستونزو سره مخامخ او سخت شوى دى .

د پنجشنبې په ورځ له افغانستان څخه داى سي ار سي د پلاوي مشر ريټو سټاکر په جينوا کې وويل چې د خراب امنيتي حالت مانا داده چې نور او نور ولايتونه دمرستندويه کارکونکو لپاره له گواښونو څخه ډکيږي .

ښاغلي سټاکر وويل چې د طالبانو د ځانمرگو بريدونو او د ايتلافي ځواکونو د بمباريو

له کبله د ملکي خلکو د مرگ ژوبلې شميره ډيريږي اوپاتې شوني يې دېته اړ کيږي چې چې خپل کور کلى پريږي او بل ځاى ته کډه وکړي .

د اى سي ارسي چارواکي وايي چې دوى په جدي ډول د مرستو له کمښت سره مخامخ دي .

ښاغلي سټاکر وويل دى به په جينوا کې دا ټينگار وکړي چې ٣٠ سلواله په افغانستان کې د ټولنې په بوديجه کې ډيروالى راشي .

د٢٠٠٧ کال لپاره ددغې ټولنې بوديجه په افغانستان کې ٣٨ ميليونه امريکايي ډالره وه .

دافغانستان لپاره د اى سي ار سي استازي وويل چې دغه شميره به په ٢٠٠٨ کال کې ٥١ ميليونه امريکايي ډالرو ته ورسوي .

اى سي ارسي په جينوا کې خپله کلنۍغونډه کوي او هغه ستونزې څيړي چې د افغانستان په څير هيوادونو کې د ملکي خلکو د پرمختگ په وړاندې خنډ گرځيدلي دي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت