|
امريکا سره د بنديانو په سر د سره صليب لانجه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د سره صليب نړيواله کميټه وايي له دې امله خواشيني څرگندوي چې امريکا ورته په پټو زندانو کې د ترهگرۍ په شک د ساتل شويو وگړو د کتنې اجازه نده ورکړې. د سره صليب مشر، جيکب کيلېنبرگر وويل دې ټکي ته له پام پرته چې د نيونې پلمه څومره قانوني ده، هيڅوک حق نلري چې د زندان ځاى ځايگى پټ کړي، يا د بندي له شتوالي انکار وکړي. دده څرگندونې په واشنگټن کې د بهرنيو چارو له وزيرې کاندوليزا رايس او د دفاع له وزير ډونالډ رمسفيلډ سره تر غونډې وروسته شوي دي. د سره صليب يوه وياند بي بي سي ته وويل چې امريکا د نړيوال قانون له مخې مکلفيت لري چې د بنديانو لپاره يو روښانه حقوقي چوکاټ چمتو کړي. د بي بي سي د ډېپلماتيکو چارو خبريال جاناتن مارکس پدې هکله ديوې څېړنې په ترڅ کې وايي: دا د سره صليب د نړيوالې کمېټې آى سي آر سي د مشر له خوا نادوده مخامخ څرگندونې دي. جاکوب کېلنبرگر د متحده ايالتو د بهرنيو چارو له وزيرې کاندوليزا رايس، د دفاع له وزير دونالد رمسفېلد او نورو جگپوړو چارواکو سره له خپلو کلنيو خبرو وروسته غږېده. په ناڅرگندو ځايونو کې د پټو ساتل شويو بنديانو مسلې له دوو کالو راهيسته د سره صليب نړېوالې کمېټې ته اندېښنې وراچولي. مخکې له امريکاييانو سره په دې اړه خبرې شوي ، خو څرگنده ده چې دومره گټۀ ېې نه ده لرلې. ښايي له همدې امله سره صليب پرېکړه کړې وي چې خپل نهيلي په ډاگه کړي. سور صليب ټينگار نه کوي چې بنديان دې محاکمې ته وړاندې شي يا دې خوشې شي، بلکې وايي چې هغوى دې په داسې شرايطو کې وساتل شي چې د خوندي توب لپاره څه لارې چارې په پام کې نيول شوې وي، يعنې د يوۀ څرگند حقوقي نظام لاندې او په رسمي توقيفځايونو کې دې وساتل شي چې په منظمه توگه يې د حال پوښتنه وشي. د سره صليب نړيواله کمېټه وايي د نړيوال تړون له مخې متحده ايالتونه دنده لري چې له ټولو هغو بنديانو چې د يوې نړېوالې جگړې په ترڅ کې نيول کېږي سور صليب خبر کړي او پرېږدي چې ورسره وگوري. سور صليب وايي دايې دنده چې آن هغو بنديانو ته هم چې په کورنۍ شخړه کې په امنيتي دلايلو نيول شوي وي، خپل خدمات ور ورسوي. د متحده ايالتو د پټو زندانونو او له يوۀ نه بل ته يې د زندانيانو لېږدولو دپام وړ ناندرې رامنځته کړي. دا د کړکېچ يوازې يو اړخ دى چې د امريکا له خوا اعلان شوې د ترهگرۍ ضد جگړې رامنځته کړى. جدي امنيتي مسلې، يعنې د مرگ او ژوند خبرې، پکار دي له دوديزو آزاديو او د قانون سم بهيرته له لاسرسي سره وتلل شي. آن په کور کې دننه هم د بوش د حکومت ډېرى منتقدين ، جمهوري غوښتونکي او دموکراتان دواړه، په دې باور دي چې هغه دا توله سمه نه ده ساتلې. د سره صليب د نړيوالې کمېټې د مشر څرگندونې به دا بحثونه نور هم ډېر کړي. | ورسره تړلي نور خبرونه امريکا له زندانيانو سره د ليدو بله غوښتنه هم ونه منله10 دسمبر, 2005 | خبرونه سور صليب: گوانتانامو کې حالت جدي دى08 اکتوبر, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||