BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:30 گرينويچ 2007 ,21 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
سرۀ صليب د وژل شوي افغان ډاکټر هډونه وموندل
سور صليب
سرۀ صليب په جگړه کې ښکېلو غاړو باندې غږ کړى چې د طبي کارکوونکو درنوى وکړي
په افغانستان کې سور صليب وايي دوى د هغۀ ډاکټر هډونه موندلي او کورنۍ ته يې سپارلي چې څو مياشتې وړاندې له کندهاره له څلورو نورو کسانو سره تښتول شوى و .

له کندهاره په خپره شوې يوه خبر پاڼه کې سور صليب وايي دغه ډاکټر خليل نوميږي چې له کندهار څخه د روان ميلادي کال د مارچ په مياشت کې تښتول شوى و .

سور صليب په خپلې خبر پاڼې کې يو وار بيا په جگړه کې ښکېلو ټولو غاړو ته ويلي چې د طبي کارکوونکو درناوى وکړي او په هر حالت کې يې د خوندي کولو هڅه وکړي .

خبر پاڼه زياتوي چې په جنگي حالاتو کې هم بايد د طبي کارکوونکو ژوند او کار ته خطر پېښ نه شي .

ډاکټر خليل د هغو پنځو طبي کارکوونکو په ډله کې له کندهاره د وسله والو طالبانو له خوا تښتول شوى و چې وروسته يې څلور کسان د وژل شوي طالب قومندان ملا دادالله د مړي په بدل کې خوشي شول .

د سرۀ صليب له نننۍ خبرپاڼې وړاندې د ډاکټر خليل د برخليک په برخه کې دقيق معلومات نه و .

طالبانو دوه ځله د تښتول شويو طبي کارکوونکو له ډلې څخه د يوۀ تن د وژلو ادعا کړې وه .

د څلورو تښتول شويو کسانو د خوشي کولو پر وخت ځينو افغان چارواکو لا هم ټينگار کاوۀ چې پنځم کس يې هم لا ژوندى دى او له وسله والو طالبانو سره دى .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت