BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:02 گرينويچ 2006 ,28 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
کابل پوليس : ماشوم تښتونکي ونيول شول

ماشومان
په افغانستان کې د ماشومانو د تښتولو مساله څه موده پخوا ډيره توده وه خو اوس په دې برخه کې يو څه پرمختگ شوى دى
افغان پوليسو په کابل کې د ماشوم تښتونې يوه ډله نيولې .د کورنيو چاروپه وزارت کې يوه خبري کنفرانس ته ددغې ډلې څلور نيول شوي کسان وښول شول چې ټول ځوانان وو .

پوليس وايي دا کسان يې ديوه ماشوم له تښتونې وروسته د ښار په لويديځ د پغمان په ولسوالۍ کې ونيول .

له دغو ماشوم تښتونکو نه راخوشي کړاى شوي يوه ما شوم خبريالانو ته وويل چې سړي تښتونکو ورته کافي خواړه نه ورکول .

٩ کلن عنايت الله وايي د کابل ښار د خېرخانې له سېمې وتښتول شو . او نيغ په نيغه د پغمان ولسوالۍ ته يوړل شو چې د ده په وينا په يوه اونۍ کې ورته څو وچې ډوډۍ او اوبه ورکول شوي دي .

پو ليس وايي له څو اونيو پلټنو وروسته يې دغه ماشوم د څو تښتونکو سره يو ځاى دپغمان په ولسوالى کې تر يوې وسله والې جگړې وروسته ونيوو.

دکورينو چارو دوزارت وياند زمرى بشري ددغو کسانو نيول د پوليسو ستره لاس ته راوړنه بولي چې دخلکو ونډه په کې مهمه بولي .

دا لومړى ځل دى چې په کابل کې پوليسو ددوى په وينا د ماشوم تښتونکو يوه لوېه وسله واله ډله نيولې .دکورنيو چارو وزارت وايي تر پلټنو وروسته به معلومه شي چې نيول شوى کسان له چا سره تړاو لري .

خو د را خوشي شوي ماشوم تره حيات الله وويل چې تښتونکو ورنه د ٣سوه زره ډالرو غوښتنه کړې وه او وايي چې دا به غله وي .

په افغانستان کې د ماشوم تښتونې پېښې وړاندې هم تر سره شوي چې امنيتي چارواکو په دې تور يو شمېر کسان هم نيولي .خو دکورنيو چارو وزارت په تېر يوه کال کې د ماشوم تښونې دپيښو او پدې تړاو دنيول شويو کسانو د شمېر له ورکړې ډډه وکړه .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت