 | | | افغانستان د نړۍ يو له هغو هېوادونو څخه دى چې پکې په ميلونونو مينونه خرل شوي دي |
دماين پاکۍ د مرستندويه ټولنې اووه واړه افغان كاركونكي چې نن سهار ( د جولاى اومه ) د كندهار ښار د كاريزبازار له سيمي څخه تښتول شوي وه اوس بيرته خوشې شوي دي . وسلوالو كسانو په سپينه ورځ ددوي لاسونه وروتړل او د دوي په موټروكې يې وتښتول، دغوكسانو د UNMACA د نړيوالي ټولنې په چوكاټ كې د MCPA په نوم د ماين پاكۍ له موسسې سره كاركاوو، ددغې موسسې مشر ښاغلي اعظيمي بي بي سي ته وويل چې تښتول شوي كاركونكي يې روغ رمټ د کندهار په پنجوائي ولسوالۍ كې راخوشي شوي خو دري موټر او د ماين پاكۍ د موسسې يوسپى يې لاتردامهاله ورك دي. تراوسه چا په رسمي ډول ددغې پيښې پړه په غاړه نه ده اخيستې او نه هم مرستندويه ټولنې ددغې پيښي په تړاو څو ک پړه گڼلي دي . دا پيښه په داسې حال كې شويده چه په ټولو جنوب لويديځو ولايتونو كي د طالبانو او د هغوي د ملاتړو پرخلاف د نړيوالې ټلوالې په پوځي ملاتړ د افغان پوځ او ملي پوليسو ګډ عمليات دوام لري. |