BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 08:51 گرينويچ 2007 ,14 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
افغانستان :د عامې روغتيا ٢ کسان ورک دي

ننگرهار
دغه پېښه د ننگرهار ولايت د خوگياڼو په لويه ولسوالۍ کې شوې ده چې د امنيت وضعه يې د نور ولايت په پرتله ښه نه بلل کيږي
د ننګرهار ولايت د روغتيارياست بي بي سي ته وويل چې د دوى دوه تنه مامورين له پرون ورځې راهيسې ورک دي .

د دغه ولايت د عامې روغتيا يوۀ چارواکي زياته کړه دغه کسان له تېر مازيګر راهيسې د خوګياڼو ولسوالۍ له شيرزاد سيمې څخه ورک شوي دي .

په ورکو شويو کسانو کې يو د واکسين سوپروايزراو بل هم د هغۀ موټر چلونکى ښوول شوي دي .

دا لا معلومه نه ده چې دغه کسان څرنگه او يا د چا له خوا تښتول شوي دي . چارواکي وايي دوى په دې برخه کې پلټنې پيل کړي دي.

د وسله والو طالبانو يوۀ وياند زبيح الله مجاهد په خپل لومړني غبرگون کې پر دغې پېښې نا خبري ښوولې ده .

څو مياشتې مخکې په کندهار ولايت کې د عامې روغتيا پنځه تنه کارکوونکي د مخالفو وسلوالو طالبانو لخوا تښتول شوي و، چې يو ډاکټر يې د هغوى لخوا ووژل شو او نور کسان يې د ملاداد الله د مړي په بدل کې خوشې شول .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت