|
طالبان : تښتول شوې فرانسوۍ مو پرېښوده | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په افغانستان کې وسله وال طالبان وايي له هغو پنځو تښتول شويو کسانو څخه يې يوه فرانسوۍ مرستندويه ميرمن پراېښې چې درې اوونۍ وړاندې يې د نيمروز په ولايت کې تښتولي و . د دې خبرې تاييد په پاريس کې د فرانسې د بهرنيو چارو وزارت هم کړى دى . قاري يوسف چې ځان د وسله والو طالبانو وياند بولي او د هغوى په استازيتوب له رسنيو سره تيلي فوني تماس نيسي بي بي سي ته ويلي چې دغه ميرمن يې چې سيلون نوميږي د کندهار ولايت د ميوند په ولسوالۍ کې قومي سپين ږيرو ته سپارلې ده . قاري يوسف وايي دوى د دغې ميرمنې په لاس يو ليک هم ورکړى چې پکې د دۀ په وينا له فرانسې غوښتنه شوې ده چې د متحدو ايالاتو د گټو لپاره خپل سرتيري ونه کاروي . وسله وال طالبان دا هم وايي چې په فرانسه کې د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره دوى د پاتې څلورو يرغملانو د برخليک پريکړه تر يوې بلې اوونۍ ځنډولې ده . طالبانو پخوا د دغو يرغملو د خوشي کيدو لپاره غوښتنه کړې وه چې له افغانستان څخه دې د فرانسې سرتيري ووځي او له افغان حکومت سره پراتۀ طالب بنديان بايد خوشي شي . دغه کسان د اپريل په دريمه نيټه هغه مهال وتښتول شول چې له نيمروز ولايت څخه د سړک په لار هرات ته خوځېدلي و . | ورسره تړلي نور خبرونه طالبانو د يرغمل شويو لپاره شرطونه په ډاگه کړل21 اپريل, 2007 | خبرونه شيراک د فرانسويانو خوشي کيده وغوښتل13 اپريل, 2007 | خبرونه طالبان : دوه فرانسوي مرستندويان مو تښتولي05 اپريل, 2007 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||