BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:05 گرينويچ 2007 ,12 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
سور صليب: جگړې د افغانانو ژوند تريخ کړى

افغان کورنۍ
سور صليب وايي په افغانستان کې د جگړې لامله د ولسي خلکو ژوند تر پخو ډېر بدتر شوى
دسرۀ صليب نړيواله کميټه وايي په افغانستان کې وسله والو طالبانواو د ناټوپه مشرۍ دځواکونو تر منځ دجگړو د ډېرېدو له امله د ولسي وگړو ژوند ته گواښ مخ په ډېرېدو دى.

په يوه وينا کې چې په افغانستان کې د دغې ټولنې د کار د شلمې کليزې له امله خپره شوې راغلي چې دجگړې دواړه خواوې د ولسي وگړو د خونديتوب لپاره پوره څه نه کوي.

په افغانستان کې زرگونه بهرني پوځيان پراتۀ دي او په تېرو څو کلونو کې پکې څو ملياردو ډالرو مرستې لگول شوي دي. خو، د سرۀ صليب نړيواله کميټه وايي له دې ټولو سره-سره د عادي افغانانو لپاره ژوند له بده په بدترېدو دى.

سور صليب وايي په تېر يوۀ کال کې د ناټو ځواکونو او افغان حکومت پر ضد جگړه د هېواد له سويله دباندې نورو سيمو ته خپره شوې او ولسي خلک د ډېرېدونکو گواښونو له امله خورا ډېر کړيږي.

په ژينيو کې د نړيوال سرۀ صليب د عملياتو مشر پېيرکراهن بول وايي په افغانستان کې بشري وضعه د پروسږ کال په پرتله بد تره شوې.

هغه وايي: '' د ولسي خلکو لپاره حالت بد تر دي، جگړې زور اخيستى، اوس د هېواد نورو برخو ته خپره شوې ، او يوازې په سويل پورې محدوده نه ده، په ځانگړې توگه په تېرو څو مياشتو کې شمال ته هم خپره شوې.

په بريدونو کې د لارې د غاړې بمونه، ځانمرگي بريدونه ، لويې هوايي بمبارۍ او پر ځمکه جگړه شامل دي. ولسي وگړو ته يې واقعا لوى تاوان اړولى، هم د مرگ ژوبلې له اړخه او هم د خلکو د بېځايه کېدو له پلوه. دا په رښتيا چې ډېره د اندېښنې وړ وضعه ده.''

سور صليب وايي په جگړه کې ښکيل يو اړخ هم د ولسي خلکو د خوندي ساتلو لپاره پوره هڅه نه کوي.

لوى تاوان
په کندهار کې ولسي وگړي
 جگړې ولسي وگړو ته واقعا لوى تاوان اړولى، هم د مرگ ژوبلې له اړخه او هم د خلکودبېځايه کېدوله پلوه. دا په رښتيا چې ډېره داندېښنې وړ وضعه ده.
په ژينيوکې د نړيوال سرۀ صليب دعملياتو مشرکراهن بول

دغې ټولنې د جگړې پر ټولو اړخونو غږ وکړ چې د ولسي خلکو د سر او مال ساتنې ته پام وکړي. په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ ځواکونو يوۀ وياند، جگړن کريس بلچر، طالبان تورن کړل چې د ولسي خلکو ژوند ته گواښ ورپېښوي

هغۀ وويل: ''موږ دلته په افغانستان کې د بې گناه ولسي خلکو د خوندي ساتلو لپاره څۀ چې په وس لرو کوو. خو زموږ ځواکونه له ځانه د دفاع حق لري، او کله چې طالبان په ولسي سيمو کې زموږ پر ځواکونو بريدونه کوي، او هغو ى يې ځواب وايي، له بده مرغه يو نيم ولسي کس وژل کيږي.

زه په دې باور يم چې طالبان په لوى لاس دا کار کوي چې له ملکي سيمو څخه، چې پوهيږي بې گناه خلک پکې ژوند کوي، پر موږ بريدونه کوي."

سور صليب چې له شلو کالو راهيسته په افغانستان کې کار کوي، وايي له لويو ښارونو د باندې سيمو کې د بشري کارونو تر سره کول په ډېرېدونکې توگه گرانيږي.

کراهن بول وايي تر ټولو ډېرو اړو سيمو ته و رسېدل تر ټولو ډېر گران هم دي. او د افغانستان په وړاندې پر نړيوالې تگلارې د ضمني نيوکې په ترڅ کې د سرۀ صليب نړيواله کميټه وايي په داسې حال کې چې پرمختيايي کارونه مهم دي، سمدلاسه عادي افغانان له جگړې ځورېږي او تر هرڅه ډېر بيړنيو مرستو ته اړ دي.

افغان ملکی وگرید ولسي وگړو مرگ ژوبله:
د 'احتياط! ' غږ اخر تر سپينې ماڼۍ ورسېد
ملکید ولسي وگړو مرگ ژوبله:
د زړونو گټلو په مبارزه کې دوامدار سرخوږى
ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت