BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 09:39 گرينويچ 2007 ,21 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
هلمند مشران: د ملکي وگړو د وژنې مخنيوى غواړو
ملکي وگړي
د هلمند اوسيدونکي وايي په پوځي عملياتو کې دوى وژل کيږي ناټو پر طالبانو پړه اچوري چې له ملکي وگړو د ډال کار اخلي
د هلمند د دوو ولسواليو يو شمېر قومي مشرانو د پوځي عملياتو پر مهال ولسي وګړو ته داوښتو زيانونو له امله د شکايت لپاره د ولايت مرکز لښکرګاه کې نن ( چارشنبې د لړم ٣٠ د نومبر ٢١ ) ټول شوي و .

دغه خلک چې تر ډيره د ناوې او ګرمسېر اوسديونکي دي ادعا کوي چې پنځه ورځې مخکې ايتلافي ځواکونو د ملي اردو په ملگرتيا په ګرمسېر ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال د طالبانو پر ځاى ولسي وګړي وژلي دي .

د امريکا په مشرۍ ايتلافي ځواکونو تيره اوونۍ ويلي وو چې دوى په ګرمسېر ولسوالۍ کې ٢٣ تنه طالبان وژلي او ١١ يې ژوندي نيولي دي.

خو د ګرمسېر ولسوالۍ قومي مشران ادعا کوي چې په دې عملياتو کې ١٨ تنه ملکي وګړي او دوه تنه طالبان وژل شوي وو .

د ملکي وګړو د وژنې په اړه تل کورنيو او بهرنيوځواکونو ويلي چې طالب جنګيالي د ملکي وګړو له کورونو پر دوى ډزې کوي .

په لښکرگاه کې ټول شوي د ګرمسېر ولسوالۍ قومي مشران دا مني چې وسلوال طالبان يې په زوره په كورونو ور ننوځي خو دوى وايي چې د طالبانو پر وړاندې هېڅ نه شي کولاى.

د هلمندوالي اسدالله وفا رسنيو ته ويلي چې په ګرمسېر کې د عملياتو پر مهال القاعده او بهرني طالبان پټ شوي وو په همدې دليل عمليات پر ځاى وو، خو دولسي وګړيو پر مرګ ژوبلې خواشينى دى.

والي زياته کړې چې طالبان د ولسي وګړيو له کورونو د ډال په توګه کار اخلي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت