BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:54 گرينويچ 2007 ,15 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په هلمندکې جگړې مرگ ژوبله اړولې ده

امريکا پوځ
امريکايان وايي چې لومړى پرې بريد وشو او بيا دوى په ځوابي ډزو کې ډير طالب جنگيالي ووژل
دامريكا په مشرۍ ځواكونو دهلمند په ګرمسير ولسوالۍ كې دگڼو طالبانو دوژل كيدو خبروركړى .

امريكايان وايي چې په دغه جګړه كې ديو شمير وسلو اومهماتو سربيره يې اوه طالب جنګيالي نيولي دي .

خووسله وال طالبان خپله مرګ ژوبله نه مني .

د امريکا په مشرۍ ايتلافي ځواکونو د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې د ګڼ شمېرطالب جنګياليو د وژلو خبر ورکړ .

دايتلافي ځواكونو دمطبوعاتي دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه كې ويل شوي چې دوى په سيمه کې څو پټنځايونه تالاشي کول، چې دطالبانوله خوا ورباندې دسپکو وسلو ډزې وشوې او وروسته ددوي په ځوابي ډزو کې ګڼ شمېر بريد کوونکي جنګيالي ووژل شول .

د خبرپاڼې دمالوماتو له مخې، د تالاشۍ پر مهال له يادو شويو پټنځايونو څخه اوه تنه شکمن جنګيالي نيول شوي هم دي اوددې ترڅنګ يو شمير وسلې اومهمات هم ددوي لاس ته ورغلي دي .

وسله وال طالبان په دغه جګړه کې خپله مرګ ژوبله نه تايدوي اوادعا كوي چې ددوى په بريدونو كې شپږتنه پوليس وژل شوي دي .

دطالبانويووياندقاري يوسف احمدي وايي چې پوليسو ته دغه مرګ ژوبله پريوې امنيتي پوستې دبريد پرمهال واوښته .

ورسره تړلي نور خبرونه
په هلمند کې ځانمرگى بريد شوى
11 نومبر, 2007 | افغانستان
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت