BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:41 گرينويچ 2007 ,08 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
نړيواله ټلواله وايي ١٠ طالب سرتيري يې نيولي

امريکايي پوځيان
امريكايان وايي لومړى دوی دطالبانو تربريد لاندي راغلل چي وروسته ېې پربريدكونكو ځوابي ډزې وكړې .
د امريکا په مشرۍ ايتلافي ځواکونو په زابل ولايت کې ددريو طالبانو دوژل كيدو اودلسو تنو نورو دنيول كيدو خبروركړی .

دغه پېښه د ‌طالبانو له ېوې دلې سره د مخامخ جګړې په ترڅ کې رامنځ ته شوې ده.
طالبانو وېلې دی چې دوی ته کوم زېان نه دی او ښتی.

دا په سېمه کې د روان تاوترېخوالې وروستۍ څپه ده چې ېو ځل بېا ېې امنېتې اندېښنې ‌دېرې کړی دی.

دايتلافي ځواكونو له مطبوعاتي دفتر څخه خبري رسنيوته په ليږل شوي خبرپاڼه كې ويل شوي چې دغه عمليات دزابل مركز كلات ښار ته څېرمه له افغان ځواكونو سره په ګډه ترسره شوي .

امريكايان وايي لومړى دوی دطالبانو تربريد لاندي راغلل چي وروسته ېې پربريدكونكو ځوابي ډزې وكړې .

په خبرپاڼه کې زياته شوې چې له نيول شويو کسانو څخه پلټنې پيل شوې دي .
خووسله وال طالبان دغه ادعا نه مني .

د طالبانو يوتن وياند قاري يوسف احمدي له يوه ناڅرګند ځاى څخه دټليفون پركرښه بي بي سي ته وويل چې دوى ته هېڅ زيان نه دى اوښتى .

هغه ادعاوكړه چې ددوي کسانوامريكايي ځواكونو ته دخواركې موادو ليږدونكې درې موټرونه سوځولی دی .

بل پلو دهلمندپه مركز لشكرګاه كې دپوليسو دجلب وجذب دمركز مخې ته پرغزيدلي سرك درې ښخ شوي ماينونه دپوليسو له خوا موندل شوي دې .

دا هغه لارده چې دولايتي بيارغاوني ياپي ارټي بهرني كاركونكي ورباندي تګ راتګ كوي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت