|
د کاناډا د دفاع وزير په کندهار کې بچ شوى | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دافغانستان دكندهار ولايت په ناارامه ولسوالۍ ژېړۍ كې بيا پرناټو ځواكونو وسله وال بريد شوى دى . هلته د ناټو ځواكونه يوه سيمه ييزه اډه پرته ده او ددغې پوځي اډې دليدلو په موخه تېره ورځ دكاناډاهيواد ددفاع وزير هم هلته تللى و. دقرارګاه څخه دليدنې پر مهال وسله والو طالبانو دتوغنديو بريد وكړ،كه څه هم ددفاع وزير پيټر مک کې له بريد څخه روغ رمټ وتلى خو دناټو يوشمېر سرتېري ټپيان شوي دي. ژېړۍ دكندهار په لويديځ كې پرته كرهڼيزه ولسوالۍ ده او له تېرو دوو كلونورا پدېخوا دجنګ جګړوله وېرې له دغې ولسوالي څخه په سلګونو كورنۍ بېځايه شوې دي. په دغې ولسوالۍ د طالبانو د مشر ملامحمدعمر پخوانى كلى شته او هلته ناټو ځواكونه يوه پوځي اډه هم لري. ددغې اډې دليدلو په موخه تېره ورځ هلته دكاناډا د دفاع وزير هم تللى و چې دليدنې پرمهال وسله والو طالبانو دوه توغندي وروتوغول. دكندهار په هوايي ډګر كې دناټو ځواكونو يوه پوځي وياند جګړن بيلادو بي بي سي ته وويل چې په بريد كې ددفاع وزير نه دى زيانمن شوى او دناټو درې سرتېري ټپيان شوي دي . ناټو وايي چې نن بيا هم په دغې ولسوالۍ كې وسله والو طالبانو له يوه جومات او كورونو څخه پر دوى باندې وسله وال بريد شوى چې دناټو په وينا مرګ ژوبله يې نه ده وراړولې . خو طالبان دعوه كوي چې په دغه بريد كې هم ناټو ځواكونه مرګ ژوبله لري او دوسله والو طالبانو په وينا دپرون ورځې دتوغنديو په بريد كې هم دناټو ځواكونو مرګ ژوبله زياته ده. خو ناټو وايي چې پرون يې درې سرتېري ټپيان شوي او دايساف ځواكونو په خبره چې نن يې دجومات په احترام سره ځوابي بريد نه دى كړى او دپېښي له ځاى څخه وتلي دي. دافغانستان په سويل كې دجنګ جګړو پېښو اوس عادي بڼه اخيستې خو دحكومتي ځواكونو له لورې يې پخلى دخبريالانو لپاره خورا ګران كاردى. هاخوا په سويل ختيځ ولايت پکتيا کې هم د ناټو درې سرتېري د وسله والو طالبانو په ډزو کې ټپيان شوي دي. په سويل ختيځ کې د ناټو ځواکونو يوۀ وياند بي بي سي ته وويل درې سرتېري يې نن په گرده څېړۍ کې د طالبانو په مخامخ ډزو ولگېدل. د دوى روغتيايي حالت ښۀ ښوول شوى. | ورسره تړلي نور خبرونه په هلمند کې ډنمارکى سرتېرى ووژل شو16 اکتوبر, 2007 | افغانستان ناټووياند:دايساف دوه سرتيري وژل شوي دي27 سپتمبر, 2007 | افغانستان په هلمند کې دوه برتانوي سرتېري وژل شوي09 سپتمبر, 2007 | افغانستان په ځانمرگي بريد کې درې ناټو سرتېري وژل شوي28 اگست, 2007 | افغانستان په افغانستان کې پنځه بهرني سرتېري وژل شوي12 اگست, 2007 | افغانستان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||