|
په هلمند کې ځانمرگى بريد شوى | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د هلمند ولايت په گرشک ولسوالۍ کې ځانمرگي بريد لږ تر لږه درې کسان ټپيان کړي دي. د هلمند د پوليسو مشر حسين انډيوال وايي يوۀ سړي په ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي هغه مهال وچاودول چې د ناټو ځواکونو يو کاروان له سيمې څخه تېرېدۀ. دۀ وويل بهرنيو ځواکونو ته چې د بريد موخه وو زيان نه دى رسېدلى. دۀ وويل بريد درې تنه ولسي خلک ټپيان کړي دي. خو په کابل کې د د فاع وزارت وايي چې په بريد کې پنځه تنه ولسي خلک ټپيان شوي دي. د دفاع وزارت يوه خبرپاڼه وايي بريد هغه مهال وشو چې د افغان پوځ سرتېرو يو شمېر بېوزله ښځو ته خوراکي توکي وېشل. خبرپاڼه وايي د ټپيانو په منځ کې ماشومان هم شته. عيني شاهدان وايي چاودنې د ولسي خلکو څو گاډي ويجاړ کړل. هاخوا، کابل ته څېرمه د کاپېسا ولايت په تگاب ولسوالۍ کې د ايتلافي ځواکونو يو سرتېرى له وسله والو طالبانو سره په جگړه کې وژل شوى دى. د امريکا په مشرۍ د ايتلاف ځواکونو يوه خبرپاڼه وايي سرتېرى يې تېره ورځ په مخامخ جگړه کې سخت ټپي شوى و چې نن يې د هغو ټپونو لامله ساه ورکړه. په وروستيو کې پر بهرنيو او افغان ځواکونو باندې د وسله والو طالبانو لخوا بريدونه زيات شوي دي. تېره ورځ ايتلافي ځواکونو په نورستان ولايت کې د خپلو شپږو سرتېرو د وژل کېدو او ١١ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړ. سږ کال په افغانستان کې د وژل شويو بهرنيو سرتېرو شمېره تر ٢٠٠ واوښته چې تر ١٠٠ زيات پکې امريکايي سرتېري دي. په دې سره روان کال د بهرنيو ځواکونو لپاره تر ټولو خونړى دى. | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||