|
برتانوى پوځى په افغانستان کې وژل شوى | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
ناټو وايي چې د چارشنبې په ورځ يو برتانوى سرتيرى د افغانستان په سوېل کې دپوځي دندې پر مهال وژل شوى دى. دا-٨٤ برتانوى سرتيرى دى چې په افغانستان کې د٢٠٠١ کال راهيسې هغه مهال چې د طالبانو واکمنۍ ماتې وخوړله وژل کيږي. دى هغه مهال ووژل شو چې گاډى يې د واټ د غاړې پر بم وربرابر شو-په دې گاډي کې ناست يو افغان ژباړن هم ټپي شوى دى. دې پوځي دبرتانيا د پوځ د دومې لوا د يارک شاير په کنډک کې خدمت کاو . دى د دافغانستان د نا ارامه ولايت هلمند د سنگين ولسوالۍ په اړوندو سيمو کې دبمي بريد ښکار شو. دامنيت له پلوه د هيواد په سوېل کې خلک خوندي احساس نه لري او هره ورځ ترې دمرگ ژوبلې راپورونه راځي چې د قربانيانو ترمنځ د ملکي خلکو شميره کمه نه ده. هلمند په افغانستان کې د نشيي توکو د توليد تر گردو لوى مرکز هم بلل کىږى چې دتاوتريخوالي له ډيريدو سره مرسته کوي. په دې ولايت کې د برتانياسرتيري د ناټو په اډانه کې دامنيتي مرستې دنده په غاړه لري. وژل شوي سرتيري له افغان پوځ سره په گډو عملياتو کې برخه اخيستله . د ناټو چارواکي وايي له پيښې وروسته قربانيانو ته په بيړني ډول لومړنۍ روغتيايي مرستې ورسول شوې خو پوځي ژوندى پاتې نشو. سيمه ييز ژباړن چې دچاودنې له امله يې په بدن کې شته ټپونه ځوروي په هلمند کې د برتانوي سرتيرو په اصلي اډې camp bastionکې ددرملنې لاندې دى. شميرې ښيي چې له دې سره په افغانستان او عراق کې د وژل شو برتانوي سرتيرو شميره ٢٥٥ تنو ته ورسيدله. | ورسره تړلي نور خبرونه برتانوى ترجمان ايران ته په جاسوسى تورن شو21 دسمبر, 2006 | خبرونه افغانستان کې د دوو برتانوي سرتيرو کيسه17 فبروري, 2007 | خبرونه د برتانيې سيمه ايزې ټاکنې او سيال گوندونه 04 مۍ, 2007 | خبرونه له ترهگرۍ سره د سپو جگړه06 مۍ, 2007 | خبرونه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||