BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 09:03 گرينويچ 2007 ,17 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
افغانستان کې د دوو برتانوي سرتيرو کيسه

برتانوي سرتيري
افغانستان د ځينو برتانوي سرتيرو لپاره کاملآ يوه نوې تجربه او نوې کړکۍ ده
افغانستان ته نوي راتلونکي برتانوي سرتيري وايي په رسنيو کې د دغه هيواد په باب خورا ډير منفي خبرونه اوري .

د دغو سرتيرو ډيره برخه د افغانستان د تاريخ او خلکو په باب مطالعه کوي او وايي چې د خطرنو گاللو ته چمتو دي .

د کندهار په هوايي ډگر کې د انتظار سالون له يوې لويې کيږدۍ جوړ دى . دغلته پر څوکيو هغه برتانوي سرتيري يا ناست او يا غځيدلي چې له افغانستانه بيرته خپل هيواد ته ځي او يا هم په لومړي ځل ورته راغلي دي .

ظاهرآ ارامه ښکاري . ځينې يې مجلې او کتابونه لولي او ځينې نور يې بيا له اوږدو مزلونو ستړي شوي ښکاري او ويدۀ دي .

په دوى کې يو هم د جگې ونې ځوان برتانوى سرتيري دى چې ځان راته د کرس په نامۀ پېژني.

کرس ځوان ښکاري ښايي د ژوند دويمه لسيزه يې ايله اوس پيل کړې وي . کرس وايي د هلمند په ولايت کې تر شپږ مياشتني خدمت وروسته خپل کورته روان دى .

دغه برتانوى سرتيرى ډير خوښ بريښيده او د خوښۍ وجه دا بولي چې روغ رمټ يې په افغانستان کې د خدمت دوره پاى ته رسولې ده .دى وايي افغانستان يو خطرناک حالت لري :

" له اډې څخه بهر هر چېرې خطر دى . پر لارو او نورو سيمو کې تل په نښتو کې د ښکيليدو او چاودنو امکانات شته . اوس افغانستان کې يو خطرناکه وخت دى ."

د کرس په شان په سالون کې په لسگونو نور برتانوي پوځپان هم وو چې افغانستان کې يې د خدمت شپږ مياشتنۍ دوره پاى ته رسيدلې او دده په شان خوشاله بريښي چې څو شيبې وروسته يې د برتانيې په نيت دوبي ته الوتنه کيده .

خو په سالون کې يو شمير نور کسان هم ول چې نوي له برتانيې څخه راغلي وو . دوى به په هلمند کې د تلونکو برتانوي پوځيانو ځايونه ډکوي .

 له اډې څخه بهر هر چېرې خطر دى . پر لارو او نورو سيمو کې تل په نښتو کې د ښکيليدو او چاودنو امکانات شته
د يوۀ برتانوي سرتيري څرگندونې

په دوى کې يوه هم د اليزابت هيد په نامۀ سرتيرې وه .د ژيړو خرمايي رنگه وېښتو لرونکې دغه سپين پوستې سرتيرې څو ويشت کلنه ښکاريده .

ښايې د اوږده سفر له وجې ظاهرۀ ستړې بريښيده . اليزابت افغانستان کې د خپل خدمت په اړه که څه هم چې دومره انديښمنه نه وه ، خو وويل يې رسنيو کې د افغانستان په اړه ښه انځور نه ورکول کيږي .

" برتانيې کې موږ د افغانستان په تړاو هيجاني وو . ځکه هلته تل په افغانستان کې د جنگونو او نښتو په اړه خبرونه خپريږي .

خو ما د افغانستان د تاريخ په تړاو په زړه پوري شيان لوستي او دا مې هيله ده چې له نژدې څخه افغانستان او افغانان وگورم ."

په همدې اړه په خبرو بوخت وو چې د برتانيې د پوځ يوۀ هوايي افسر غږ وکړ چې هلمند ولايت ته الوتنه تياره ده .

د انتظار په سالون کې د ټولو پام د دغه پوځي افسر خبرو ته شو . ځينې پورته شول او ځينو بيرته سرونه د ارام په دود کېښودل . د کندهار په هوايي ډگر کې ارام نه و جنگي الوتکې الوتې .

يوۀ برتانوي افسر راته وويل چې الوتکو د کجکي پر بند د بريد لپاره پر ټولو شويو وسله طالبانو بمباري کوله .

" د عملياتو ډير جزييات نه دي څرگند ، خو د ناتو ځواکونو د کجکې بند په شاوخوا کې د طالبانو د ټوليدو پنځه ويشت ځايونه له منځه وړي دي . "

له برتانيا نوي راغلي سرتيري د کجکي په څير سيمو ته روان دي . خو هغه چې بيرته د خپلو مېنو ارام ته خوځي خوښ دي او ښايي د خپل خدمت خاطرې به له خپلو خپلوانو سره شريکوي . ځکه خو راياد شول چې وايي د جنگ سخت ساعت او خوږې خبرې .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت