|
برتانيا : د طالبانو د بيا راتلو خطر شته | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دبرتانيې دفاع وزير جان ريډ له افغانستان څخه خپل سفر د خپل سيال جنرال عبدالرحيم وردک سره د دغه هيواد جنوب ته د برتانوي ځواکونو د غزولو په اړه په خبرو پيل کړ. ښاغلي ريډ وويل سهيلي ولايتونو کې د بريتانيوي ځواکونو لا ډيرول به په سولئيز ډول د بيا رغونې او ولسواکۍ راوستو چارې گړندۍ کړي په راتلونکي مياشت کې برتانيا افغانستان کې د ناتو دعملياتو مشري په غاړه اخلي.په کابل کې د دفاع په وزارت کې د خبرو په لړ کې ښاغلي ريډ دطالبانو د راستنيدو د خطر په اړه خبردارى ورکړ چې د القاعده ساتنه يې کوله. ښاغلي ريد وويل : برتانيا په اوس مهال کې په افغانستان کې ٢٠٠٠ سر تيري لري.خو دا شميره نوره هم زياتوي او ډير ژرپه هلمند ولايت کې دډيرو نورو عسکرو ځاى پر ځاى کول پيلوې . په اوس مهال کې هلمند ولايت د هيواد يو د ترټولو خطرناکه سيمه ده . د برتانوي عسکرو ماموريت به دهيواد ليرو پرتو سيمو ته دافغان حکومت دواک په غزولو کې مرسته وکړي او ددې ترڅنگ به د کوکنارو د کروندو په له مينځه وړولو کې د ملي امنيت د ځواکونو ملا تړي وي . برتانيا ته زياتره هيرويين له افغانستان څخه ورځي . ټاکل شوې ده چې ښاغلى ريډ له ولسمشر حامد کرزي سره هم وگوري | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||