|
په هلمند کې نور برتانوي عسکر ووژل شول | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
پېښه په موسى کلا کې هغه مهال رامنځ ته شوه چې برتانوي عسکر په گزمه روان وو. موسى کلا د هلمند په هغو سيمو کې راځي چې برتانوي عسکر پکې د څه مودې لپاره ځاى پرځاى شوي او د حکومتي ودانيو ساتنه کوي. داسې اټکل دى چې د دوى پر گزمې به طالب ملېشو بريد کړى وي. مخکې ويل شوي وو چې دوه سرتېري ځاى پرځاى وژل شوي، يو ورک او يو بل سخت ټپي دى. په دې توگه د تېرو دوو مياشتو په ترڅ کې په هلمند کې د وژل شويو برتانوي عسکرو شمېره نهو ته رسېږي. ويل شوي چې ياغيانو په دې بريد کې له توغندي ويشتونکو او درندو مشينگڼو نه کار اخيستى دى. پېښه يوه ورځ تر هغه وروسته رامنځ ته شوه چې د يوه برتانوي جنرال په مشرۍ د ناټو ځواکونو د افغانستان د جنوب ولکه په لاس کې واخيسته. د دوى د مسووليت په شپږو ولايتونو کې يو هم هلمند دى. نوموړي جنرال په خوشبينۍ خبرې کړې وې او ويل يې چې حالات به ژر تر کابو لاندې راشي، دغو ولسواليوته به امنيت راوستل شي او پر دې بنسټ به په سيمه کې وده او ښه اداره رامنځ ته شي. د امنيت راوستل دلته د پرتو ځواکونو تر ټولو لويه ستونزه ده او دا هغه څه دي چې دې ويشتل شوې گزمې او دې وروستي بريد هم ثابته کړه. | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||