|
برتانوي وکيلان:د ځواکونو دومره خپرول خطرناک دي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د برتانيې د ولسي جرگې دفاعي جرگه گۍ گواښنه کړې چې برتانوي ځواکونه په عراق او افغانستان کې له کلکو ستونزو سره مخامخ دي. جرگه گۍ په خپل وروستي رپوټ کې ويلي چې برتانوي ځواکونه په عراق او افغانستان کې دومره خواره شوي چې د هغوى پر عملياتي وړتيا يې اغېز کړى دى. د دفاعي جرگه گۍ دوديزو کلکو معيارونو ته په پام سره دا يو پاموړ انتقادي رپوټ دى. په جون کې عراق ته له ورتگ وروسته، د ولسي جرگې غړي له برتانوي ځواکونو څخه خوښ راستانه شوي وو، خو حالت يې ورته دغومره په زړه پورې برېښېدلى نه و. په رپو ټ کې راغلي چې برتانوي ځواکونه د عراق په جنبو کې چې چې امنيتي حالت يې مخ په خرابېدو دى، له کلکو ستونزو سره مخامخ دي. جرگه گۍ په ځانگړي ډول وايي چې د چورلکو پر لږوالي او دغه راز د لانډ روار پوځي گاډوپر شتوالي ژوره اندېښمنه ده چې د سړک د غاړې بمونو ته ټينگېدلى نشي. جرگه گۍ دغه راز وايي د دفاع وزارت دا پرله پسې خبره چې برتانوي ځواکونه له حده زيات خواره کړى شوي ندي، له هغه څه سره سمون نه خوري چې دوى په عراق کې له پوځيانو څخه اورېدلي دي. رپوټ وايي، په داسې حال کې چې وسله وال پوځ به وکړى شي چې په عراق او افغانستان کې د ځاى پرځاى کېدو لنډمهالى فشار وزغمي، خو په اوږده مهال کې به دا د هغوى عملياتي وړتيا اغېزمنه کړي. ددفاع وزير دېز براون په يوه وينا کې ويلي چې وسله وال پوځ خپور شوى دى، خو تر حده ډېر خپور شوى نه دى او دغه راز د تجيهزاتو ستونزه تر ډېره لا مخه غوڅه شوې ده. | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||