|
د برتانيا سرتيري نن افغانستان ته روانيږي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د برتانيا ١٥٠ تنه سمندري کمانډو سرتيري نن سه شنبې ( د سلواغې ٢٥ د فبروري ١٤ ) د افغانستان هلمند ولايت ته روانيږي . د برتانيا د دفاع وزير وايي دا سرتيري به د دغه هيواد لومړني جنگي سرتيري وي چې د افغانستان په سويلي سيمو کې ځاى پر ځاى کيږي . تيره مياشت د برتانيا د دفاع وزارت وپتېيله چې شاوخوا ٣٣٠٠نور سرتيري افغانستان ته وليږي . د سمندري ځواک کماندو ځواکونه به لومړى د کندهار هوايي اډې ته ولاړ شي . د برتانيا د چونوک په نوم چورلکې د سر تيرو تر رسيدلو وړاندي کندهار ته ليږدول شوې دي. دغه چورلکې په ترانسپورتي الوتکو کې کندهار ته وليږدول شوې.او وروسته کارپوهانو په ٤٨ ساعتونو کې دننه بې له دې چې خوب وکړي بيرته سره وتړلې. د چونوک چورلکې به د ښارونو تر منځ په پراخو هوارو سيمو او دښتو کې گزمې کوي . د سړکونو په غاړه د چاوديدونکو بمونو له امله چې په دې وروستيو کې په افغانستان کې ډير شوي دي د چورلکو کارونه خورا مهمه بلل کيږي . د افغانستان سويل ته د ناټو د ځواکونو د غځولو په ترڅ کې دا د برتانيا د شاهي سمندري جنگي پوځيانولومړنۍ جوپه ده. د ناټو پوځيان به د يو شمير امريکايي پوځيانو چې هلته په طالبانو پسې گرځي ځاى ونيسي. د برتانوي پوځيانو دنده به د بيارغاونې په چارو کې د مرستې کول وي نه د ترهگرۍ پر ضد عمليات. خو طالبان وايي چې دوى به جنگيږي او د ځانمرگي بريدونو د کولو ژمنه يې کړې ده. دلته په برتانيا کې د پوځ جگپوړي قومندانان وايي چې دشاوخوا ٣٣٠٠ برتانوي پوځيانو شتون به لږ تر لږه په لومړي سر کې ښايي چې په بريدونو کې زياتوالى راولي. او د پوځيانو لپاره به لومړۍ څو مياشتې ډيرې ستونزمنې وي. | ورسره تړلي نور خبرونه په هلمند کې نښتې لا هم روانې دي 04 فبروري, 2006 | خبرونه هلمند کې ١٩ کسان ووژل شول03 فبروري, 2006 | خبرونه په زرگونو برتانوي سرتيري هلمند ته ځي26 جنوري, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||