BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:27 گرينويچ 2007 ,04 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د برتانيې سيمه ايزې ټاکنې او سيال گوندونه
برتانيې کې سيمه ايزې ټاکنې
نتيجې تر اوسه پورې د واکمن کارگر گوند له پاره، په تېره بيا په سکاټلنډ کې بدې دي، خو د يو شمېر کسانود اټکل خلاف ويجاړوونکې نه وې.
د برتانيې واکمن کارگر گوند د هيواد په محلي او سيمه ايزو ټاکنو کې د ستونزو سره مخ شوى

د بي بي سي د سياسي چارو خبريال جان ډيويټ پدې اړه خپل راپور کې وايي کارگر گوند په دې منځپړاويزو ټاکنو کې چې د ٢٠٠٥ کال تر تولټاکنو وروسته د عامه افکارو تر ټولو لويه آزموينه ده، بېخونده ځلېدو ته ځان جوړ کړى و.

تر اوسه لا روښانه نده چې آيا کارگر گوند به په سکاټلنډ کې خپل برلاسى دريځ د سکاټلنډ ملتپالي گوند SNP ته وبايلي که څنگه. د سکاټلنډ په پارلماني ټاکنو کې اچول شوې لسگونه زره رايې رد شوې دي، ښايي علت يې دا وي چې له رايه ورکوونکو نه پيچلي سيستم لاره ورکه کړې وه.

لا دمخه په دې اړه د پلټنو غږ شوى دى، په تېره بيا چې د نښو نښانو له مخېې به د رايو نتيجې سره نژدې وي. په ويلز کې ښايي کارگر گوند وکړى شي چې د خورا ستر گوند په توگه خپل دريځ وساتي او د ويلز په پارلمان کې ايتلافي حکومت ته د پخوا په څېر دوام ورکړي.

د انگلستان په سيمه ييزو شورا گانو کې د اچول شويو رايو رارسېدل ورو دي، ځکه چې نيمايي سيمه ييزو ادارو رايشمېرنې تر جمعې پورې ځنډولې وې. ټول پام اوس په رايو کې د لوى مخالف محافظه کار گوند پر غوڅې راټول دى چې په تېره بيا په جنوب کې يې رايې ډېرې شوي دي.
خو ددې له پاره چې دغه گوند په راتلونکو ټولټاکنو کې د واکمنېدو رېښتونى چانس تر لاسه کړى شي، دې ته اړ دى چې د شمال په ښارونو کې د خپل بري لمن وغزوي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت