|
کرزى: له طالبانو سره مو تماسونه زيات شوي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
افغان ولسمشر حامد کرزي په بيساري ډول وويل چې په روان کال کې يې له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره تربل هر وخت ډير اړيکي ټينگ کړي دي. ده وويل يوازې په روانه اونۍ کې يې حکومت له طالب مشرانو سره له پنځو ډير اړيکي نيولي دي. افغان ولسمشر دغه خبرې له هغې وروسته کولې چې د ناټوله سرمنشي ياپ دي هوپ شيفر سره يې په کابل کې د زياتيدونکو امنيتي انديښنو په اړه خبرې وکړې. ښاغلي کرزي وويل چې په تيرو ٧ يا ٨ مياشتو کې يې تر بل هر وخت ډير له طالبانو سره اړيکي نيولي او په دې لړ کې يې پنځه هغه ډيرې مهمې وبللې: ((موږ له طالبانو سره په ډيريدونکي ډول اړيکي درلودې ، دننه په افغانستان کې او په پاکستان کې . دغه اړيکي په ځانگړي ډول په تيرو ٧ يا ٨ مياشتو کې ډيرې شوې . په دې اونۍ کې موږ د طالبانو له مشرتابه سره له پنځه يا شپږو څخه ډير مهم اړيکي په دې هڅه ټينگ کړي دي چې که بيرته افغانستان ته راستانه شي. که دوى وکولى شي د بيا راتگ لار پيدا کړي. که موږ ددغسې اړيکو په اړه خبرې کو دا شته دي ، که موږ وايو چې دطالبانو په مرکزي مشرتابه کې له چا سره دسولې خبرې کوو، دوى دلته نشته . يوشخص ،يا ددوى مرکز او يا داسې څوک چې د طالبانو د ټول غورځنگ استازيتوب وکړي ، هغه دلته نشته دى . زموږ د سولې غوښتنه اود سوله ييز ژوند لپاره د افغانانو غوښتنې پر بنسټ موږ خبرو ته انتظار باسو.)) دسينليس راپور ته غبرگون: دناټو سکرتر جنرال ياپ دي هوپ شيفر دسينليس دډلې راپور رد کړ چې وايي د افغانستان په ډيرى برخو کې طالبان شتون لري. ښاغلي شيفر ددې لپاره افغانستان ته رسيدلى دى چې د امنيتي انديښنو په اړه له افغان ولسمشر حامد کرزي سره خبرې وکړي . ده يو ځل بيا پخپله پخوانۍ خبره ټينگار وکړ او وېويل چې دافغانانو زړونه او ذهنونه بايد وگټل شي. ښاغلي شيفر او ښاغلي کرزي په داسې حال کې د خبريالانو پوښتنې ځواب کړې چې د سينليس د ډلې راپور په افغانستان کې د روان تاوتريخوالي په اړه له انديښنو ډک بحثونه راپورته کړي دي . دواړو مشرانو هڅه وکړه چې د افغانستان امنيتي حالت د هغه څه برعکس وښيي چې دسينليس په راپور کې يې يادونه شوې ده. دناټو سرمنشي ياپ دي هوپ شيفر وويل د سينليس راپور له رښتيا سره هيڅ تړاو نه لري: ((ما دسينليس راپور کتلى دى ،زه فکر نه کوم چې دا دې له رښتياو سره پياوړي اړيکي ولري .
او همداراز هغه څه چې تاسو وويل زه فکر نه کوم چې هغه دې رښتيا وي . دوم! د افغانستان په اړه د دغې ډلې شننه، زه هيڅ ډاډه نه يم، زه رښتياهيڅ ډاډه نه يم. دا سمه ده چې د افغانستان په ځينې برخو کې کله ناکله ستونزې وي ،موږ په دې پوهيږو. موږ ټول ددې په دليل پوهيږو ،او موږ ټول پوهيږو چې د ناټو ځواکونه د افغانستان په سوېل کې د جگړې په حال کې دي. خو زه د سينليس د راپور د شننې په اړه ډاډه نه يم او فکر نه کوم چې دا به له رښتياو سره اړيکي ولري.)) سينليس ډلې پرون په لندن کې يو راپور خپور کړ او ويويل چې د افغانستان په ٥٤ سلواله برخه کې طالبان شتون لري. په دې راپور کې دسينليس ډلې ناټو ته سپارښتنه کړې چې په افغانستان کې د خپلو سرتيرو شمير دوه برابره ډير کړي. افغان ولسمشر حامد کرزي دا راپور په ډيرو اوږدو خبرو کې رد کړ او يوازې يوه شننه يې وبلله. ده هڅه وکړه چې په هيواد کې د شته کړکيچ ډيره پړه پر هغو طالبانو واچوي چې د پاکستان ملاتړ لري . ښاغلي کرزي دوه ځله د پاکستان نوم واخيست خو ده تر ډيره دا هڅه هم کوله چې دمشرتابه لاندې افغانستان يې د يو ناامنه هيواد په پرتله سوله ييز او د پرمختياو په حال کې انځور کړي. افغان ولسمشر دتيرو کلونو په پرتله د افغانستان لاسته راوړنې ډيرې زياتې وبللې خو دا يې هم رد نه کړه چې دگاونډي پاکستان له پولې سره څيرمه ناکراري شته ده .ده وويل: ((زه په بشپړ ډول له درانه سکرتر جنرال سره همغاړى يم ،زه باور نه لرم چې دا شننه به له رښتياو ډکه وي . افغانستان د پخوا په پرتله په ډير ښه شکل کې دى ،ځينې شيان دلته ښکاره او څرگند دي. هو! د افغانستان په سوېل کې د پاکستان له پولې سره څيرمه ليدل کيږي چې هر وخت بريدونه کيږي ، د ترهگرو له خوا او د طالبانو دعناصرو له خوا بريدونه کيږي. هغه څه چې د پاکستان له پولې سره څيرمه دسينليس په راپور کې يې يادونه شوې ده موږ دپاکستاني چارواکو سره پرې خبرې کو . که د سينليس په راپور کې د ملکي خلکو د وژلو ، د ښونځيو د سوځولو په اړه خبرې شوي وي نو دا سمې دي.)) حامد کرزي وويل چې په تيرو شپږو مياشتو کې يې پنځه ځله د طالبانو له مشرانو سره دخبرو اترو د ترسره کولو په اړه اړيکي نيولي. خو ده دا خبره يو ځل بيا وکړه چې دى نه پوهيږي چې د طالبانو مرکزي مشران به چيرته وي . په همدې لړ کې د ناټو سرمنشي يو ځل بيا ټينگار وکړ چې د افغانانو زړونه او ذهنونه بايد وگټل شي. له دې سره سره چې د ناټو سکرتر جنرال خپلې خبرې له دې ټکي سره پيل کړې چې سرتيري به يې تر هغې په افغانستان کې پاتې وي چې سوله يې نه وي ټينگه کړې. خودا يې هم وويل که دى پوه شي چې کوم قومندان او يا کوم سرتيرى يې د افغان ملکي وگړو د وژلو لامل گرځيدلى دى ، هيڅکله به ورسره ونه گوري. | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||