BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:35 گرينويچ 2007 ,24 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په کونړ کې بهرنيو سرتېرو ته مرگ ژوبله اوښتي

بهرني ځواکونه د کونړ په کوړنگل کې
ځايي چارواکي وايي بهرنيو ځواکونو ته دغه مرگ ژوبله د ماڼوگي ولسوالۍ په کوړنگل سيمه کې ور اوښتي
د بهرنيو ځواکونو او حکومت مخالفو وسله والو تر منځ په کونړ کې په روانه جگړه کې يو بهرنى سرتېرى وژل شوى او دوه نور ټپيان شوي دي.

د ناټو ځواکونو يوه خبرپاڼه وايي دوى تېره ورځ د وسله والو يوه ډله وليده او بيا يې له ځمکې او هوا څخه پرې بريدونه پيل کړل.

وايي په نښته کې يې يو سرتېرى ووژل شو او دوه نور ټپيان شول. د قربانيانو هويت لا نه دى معلوم.

ځايي چارواکي وايي بهرنيو ځواکونو ته دغه مرگ ژوبله د ماڼوگي ولسوالۍ په کوړنگل سيمه کې ور اوښتي ده چې د چهارشنبې په ورځ هم جگړه او بمباري ښه په درز پکې روانه وه.

بهرنيو ځواکونو د روانې اوونۍ له پيله په کونړ کې پوځي عمليات پيل کړي دي، چې تر اوسه پکې د ځينو ولسي خلکو د وژل کېدو خبرونه هم ورکړل شوي دي.

کونړ په ختيځ افغانستان کې د حکومت مخالفو وسله والو يو پياوړى مرکز بلل کېږي، چې د طالبانو، حزب اسلامي او عربو سلفي ډلو په گډون پکې بېلابېل اړخونه د بهرنيو او افغان ځواکونو په ضد جگړه کوي.

ورسره تړلي نور خبرونه
په کونړ کې بيا ولسي خلک وژل شوي
22 اکتوبر, 2007 | افغانستان
په کونړ کې بيا ولسي خلک وژل شوي
22 اکتوبر, 2007 | افغانستان
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت