|
د افغانستان په سويل کې د ناټو سرتېرى وژل شوى | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د ايساف ځواکونه وايي د هېواد په سويل کې يې يو سرتېرى وژل شوى او دوه نور ټپيان شوي دي. د ايساف ځواکونو خبرپاڼه وايي سرتېري يې په گزمه بوخت ول چې چاودنه پرې وشوه. د ټپيانو حالت نسبتا ښۀ ښوول شوى. خبرپاڼې د وژل شويو او ټپي شويو سرتېرو هويت نه دى په ډاگه کړى او نه خو يې د پېښې ځانگړې سيمه په گوته کړې. له دې پېښې سره په افغانستان کې په روان ميلادي کال کې د وژل شويو بهرنيو سرتېرو شمېره تر ١٣٠ اوړي چې تر بر بل هرکاله لوړه شمېره جوړوي. خوست او گردېز هاخوا، په سويل ختيځ ولايت خوست کې هم پر ناټو ځواکونو د سړک د غاړې بم چاودلى، چې طالبان يې لامله دغو سرتېرو ته د مرگ ژوبلې ادعا کوي، خو چارواکي يوازې د گاډي د ويجاړېدلو خبر مني. چاودنه په صبريو ولسوالۍ کې شوې. د خوست د والي ارسلا جمال په وينا، د ناټو ځواکونو يو گاډى په پېښه کې ويجاړ شوى خو د سر زيان چاته نه دى اوښتى. خو د طالبانو يو وياند وايي په بريد کې يې د بهرنيو ځواکونو درې سرتېري وژلي دي. د خوست په څنگ کې په گردېز ښار کې بيا وسله والو غلو په رڼا ورځ د ښار د صرافانو مشر لوټلى او وژلى. ځايي چارواکي وايي وسله والو غلو د گردېز د صرافانو پر مشر در محمد سهار هغه مهال بريد وکړ چې خپل کار ته پرلارې و. | ورسره تړلي نور خبرونه دوه ناټو سرتېري او نهه افغان پوليس وژل شوي17 نومبر, 2007 | افغانستان په نورستان کې شپږ بهرني سرتېري وژل شوي10 نومبر, 2007 | افغانستان په کونړ کې بهرنيو سرتېرو ته مرگ ژوبله اوښتي24 اکتوبر, 2007 | افغانستان ناټووياند:دايساف دوه سرتيري وژل شوي دي27 سپتمبر, 2007 | افغانستان په هلمند کې دوه برتانوي سرتېري وژل شوي09 سپتمبر, 2007 | افغانستان په افغانستان کې د ناټو دوه سرتېري وژل شوي05 سپتمبر, 2007 | افغانستان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||