|
هلمندکې طالبانوته مرگ ژوبله اوښتې | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په سويلي ولايت هلمند كې مېشتو برتانوي ځواكونو په كجكي ولسوالۍ كې په پوځي عملياتو كې وسله والو طالبانو ته دمرګ ژوبلې داړولو ادعاكړې ده . په سيمه کې د ناټو ځواکونو يوه وياند وويل چې په دغو عملياتو كې ګڼ شمېر وسله وال طالبان وژل شوي خو د دقيقو تلفاتو په اړه يې څه ونه ويل . بل پلو ددغه ولايت په سنګين ولسوالۍ كې دماين په يوه چاودنه كې د ناټو يو سرتېرى ټپي شوى دى . دسايمن مېلر په نوم د ناټو دغه وياند وويل چې عمليات دكجكي ولسوالۍ په ده بابا سيمه كې شوي دي . دغه وياند زياتوي چې دكجكي په ځينو سيمو كې له كندهار ولايت څخه هم دناټو ځواكونه د عملياتو لپاره راغلي دي . هغۀددغو عملياتو موخه د سله والو طالبانو ځپل وبلل . وسله وال طالبان په كجكي ولسوالۍ خپل ځانونه زيان نه مني . د طالبانو وياندقاري يوسف احمدي چې له نامعلوم ځاىڅخه له بي بي سي سره غږېده، وويل له كجكي سره گاونډ په سنګين په ولسوالۍ كې د نړيوالو ځواكونو ددو ګاډو د ويجاړېدو او په هغه كې دلسو سرتېرو د وژل كېدو ادعا وكړه . خو د ناټو وياند وويل چې پريوه موټر يي دسړك دغاړې ښخ شوى ماين چاودېدلى اويو سرتېرى يې سربېرن ټپي كړى دى . دكجكي ولسوالۍ ځايي خلك وايي چې د ولسوالۍ دده بابا او اذان ناوې پرسيمو يې نړيوال سرتېري راګرځېدلي دي . د هلمندامنيه قوماندان مل پاسوال محمدحسين انډيوال بي بي سي ته وويل چې په دغو عملياتو كې پوليس ونډه نه لري نوځكه دى ورباندې نه دى خبر . ظاهراً ددغو عملياتو موخه دكجكي ولسوالۍ د برېښنا د بند د بيارغونې هغې پروژې ته لاره هوارول بلل كېږي، چې دچارواكو پر وينا په پلي كېدو سره به يې د هلمندترڅنګ ګڼ ولايتونه له برېښنا څخه برخمن شي . دغه پروژه چې يو سل اتيا ميليونه ډالره ورته ځانګړي شوي دي، تېركال يې د پيلېدو اعلان شوى و خو لاتراوسه د چارواكو پر وينا د امنيت د نشتوالي له كبله نه ده پيل شوې . | ورسره تړلي نور خبرونه هلمندکې وسله والوطالبانو ته مرگ ژوبله اوښتې23 فبروري, 2008 | افغانستان هلمندکې کوکناروسره مبارزه پيل شوه19 فبروري, 2008 | افغانستان هلمندي ځوانانوته د زدکړې زمينه برابره شوه18 فبروري, 2008 | افغانستان موسى کلاوال: موسى کلا دې په ولايت بدله شي16 فبروري, 2008 | افغانستان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||