BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 06:07 گرينويچ 2008 ,19 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
هلمندکې کوکناروسره مبارزه پيل شوه

هلمندکې کوکنارو پر ضدکمپاين
چارواكي وايي چې دغه سرتېري به د تراكتورونو په وسيله دكوكنارو شنې كروندې ويجاړوي .
د افغانستان سويلي ولايت هلمند ته له پلازمېنې كابل څخه په سلګونه سرتېري دكوكنارو د له منځه وړلو لپاره ورغلي دي .

د هلمند والي اسدالله وفا وايي چې دغه سرتېري به دكوكنارو شنې كروندې له منځه وړي .

هغه وويل چې كه دغه پوليس دكوكنارو كمپاين سم پرمخ بوزي نو د هلمند ډېرې برخې به له كوكنارو څخه پاكې شي .

هلمند هغه ولايت دي چې تېركال يې ترټول هېواد ډېر نشه يي توكي توليد كړي وو .

په سلګونو پوليس او دافغانستان دكورنيو چارو وزرات د نشه يي توكو پر وړاندې د مبارزې دادارې كاركوونكي هلمند ولايت ته تللي چې دكوكنارو شنې كروندې له منځه يوسي.

چارواكي وايي چې دغه سرتېري به د تراكتورونو په وسيله دكوكنارو شنې كروندې ويجاړوي .

د هلمند والي اسدالله وفا وويل كه دكورنيو چارو د وزرات لخوا راليږل شوي پوليس ښه كار وكړي نود هلمند په څو ولسواليو كې به يو بوټي كوكنار هم پاتې نشي .

هغۀ له دغو پوليسو څخه وغوښتل چې په خپل كاركې درغلي ونه كړي او له يوه مخه دكوكنارو كروندې ويجاړې کړي .

سړکال به کمپاين کې درغلي نه کېږي
 زه د هلمندوالي اسدالله وفا ته ډاډ وركوم چې سږكال به په كمپاين كې درغلي نه كېږي، بلكې يومخيز ډول به ټولې كروندې له منځه ځي
ښايسته خان ترابي

دى وايي:'' تېركال هم دكورنيو چارو له وزرات څخه هلمند ولايت ته د كوكنارو د له منځه وړلو په موخه پوليس راليږلي وو، خو هغوى غلاوې وكړې له خلكو څخه يي په زرګونو لكونه پيسې واخيستې اوكوكنار يي مات نه كړل زه له تاسو غوښتنه كوم چې د تېركال په څېركار ونه كړئ او له يوه مخه كوكنار له منځه يوسئ .''

دكورنيو چارو د وزرات دنشه يي توكو پروړاندي د مبارزې جنرال رييس ښايسته خان ترابي وويل سږكال به دتېرو هغو برخلاف وي، كوكنار به په يومخيز ډول له منځه يوړل شي.

ده وويل:'' زه د هلمندوالي اسدالله وفا ته ډاډ وركوم چې سږكال به په كمپاين كې درغلي نه كېږي، بلكې يومخيز ډول به ټولې كروندې له منځه ځي .''

د كوكنارو د له منځه وړلو دغه كمپاين به د هلمند په پنځو ولسواليو مارجې، نادعلي، ناوې نهرسراج او په مركز لښكرګاه كې پلي كېږي .

له دې وړاندې خپله د هلمند پوليسو د هلمند د مركز شاوخوا سيمو كې د كوكنارو د له منځه وړلو كمپاين پيل كړى و، چې تردې مهاله يې د چارواكو پر وينا يې نژدې١٢ زره هكټاره ځمكه له كوكنارو پاكه كړې ده .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت