عبدالله ستانکزى له کابله |  |
 | | | دا مهال افغانستان د نشيي توکو د کر له امله د نړۍ د هيوادونو د سر په ليکه کې دى او د ملگرو ملتونو د يوې څيړنې له مخې افغانستان د ټولې نړې ٩٣ په سلو کې کوکنار توليدوي چې ډيرى يې د اروپا مارکېټونو ته استول کېږي. |
له نشه يانو سره مرسته کوونکو خيريه ټولنو اندېښنه ښوولې که له دغو ټولنو سره مالي مرستې ونشي نو د نشيانو شمېره به په راتلونکو کلونو کې دوه برابره شي چې کابو کول به يې اسانه نه وي. دوى دغه اندېښنه په داسې مهال ښوولې چې په هيواد کې په بېلا بېلو نشو د اخته کسانو شمېره تر يو ميليون ور پورته شوې ده. په افغانستان کې له نشيي توکو سره د مبارزې وزارت چارواکي وايي د نشه يانو ددرملنې لپاره يې خپلې هڅې گړندى کړي خو زياتوي چې د نړيوالې ټولنې مرستو ته اړتيا ده.
عبدالله ستانکزى له کابله پرې رپوټ لري: که څه هم تر اوسه پورې په نشه د اخته کسانونوې شميرنه نه ده خپره شوې خو په ٢٠٠٥کال کې د نشيي توکو او جرمونو سره د ملگرونو ملتونو ادارې (UNODC) له خوا تر سره شوې څيړنه ښيي چې په افغانستان کې تر يو ميليون زيات وگړي په بېلا بېلو نشو روږدي دي. نجات سنټريو له هغو مرکزونو څخه دى چې د مياشتې تر پنځوسو ډير په نشه دروږدو کسانو درملنه کوي . ددغه مرکز مشرډاکټر طارق سليمان اندېښنه وښووله که په نشه د روږدو کسانو شمېره همداسې مخ پورته روانه وي نو کنټرولول به يې د افغان حکومت او نورو خيريه ټولنو له وسه بهر شي. ښاغلي طارق زياته کړه اوسني حالت ته په پام سره د نشيي ناروغانو لپاره شته مرکزونه له هغه څه ډير لږ دي چې اړتيا يې ده . که څه هم دا مهال په افغانستان کې د نشه يانو ددرملنې شاوخوا ٤٠حکومتي او غير حکومتي مرکزونه شته خو په نشه روږدي کسان وايي دوى دغو مرکزونو ته آن د تلو راتلو د کرايې وس نه لري . د افغانستان د نشيي توکو پروړاندې د مبارزې وزارت مني چې د نشه يانو په شمېره کې زياتوالى راغلى خو وايي په يواځې سر افغان حکومت نشي کولى ددوى درملنه او مخنيوى وکړي. ددغه وزارت وياند زلمي افضلي له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې له دوى سره دې په دې برخه کې لا زياتې مرستې وکړي . دا مهال افغانستان د نشيي توکو د کر له امله د نړۍ د هيوادونو د سر په ليکه کې دى او د ملگرو ملتونو د يوې څيړنې له مخې افغانستان د ټولې نړې ٩٣ په سلو کې کوکنار توليدوي چې ډيرى يې د اروپا مارکېټونو ته استول کېږي. له نشيي توکو سره د مبارزې وزارت چارواکي وايي په روان زيږدي کال کې به ١٦ ولايتونه دکوکنارو له کره پاک او د پاتې نورو په کښت کې به کموالى راولي. دا په داسې مهال ده چې افغان حکومت د نړيوالې ټولنې په مرسته هڅه کوي چې د نشه يي توکو د توليد مخه ونيسي خو په هيواد کې روان تاوتريخوالي د نشيي توکو قاچاق کونکو لپاره لاره پرانستې چې په ډاډ خپل فعاليتونه روان وساتي. |