|
کرزى: نړيواله ټولنه د نشه يي توکو دکاروبار ترشا ده | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان ولسمشر حامد کرزى وايي چې د هيواد په ځينو برخو کې يې د نا امنۍ يوازينى لامل د نړيوالې ټولنې تر منځ د همغږۍ نشتوالى او د افغان حکومت سپارښتنو ته د هغوى نه پاملرنه ده. هغه دا هم وويل چې د نشه يي توکو د قاچاقو په مافيايي کړۍ کې افغانان نه، بلکې په وينا يې، بهرنيان ښکېل دي. په تيرو څه د پاسه پنځو کالو کې دا لومړۍ ځل دى چې افغان ولسمشر نړيوالو ته د نشه يي توکو په کار کې نيغ په نيغه گوته نيسي. هغه دا خبرې هغې غونډې ته کولې چې د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې په اړه جوړه شوې وه. دا درېيمه کلنۍ غونډه ده چې په همدې تړاو په کابل کې جوړيږي. تيره هغه يې تير کال په همدغه مياشت کې جوړه شوې وه چې په ترڅ کې يې د نشه يي توکو پر ضد ملي تگلاره جوړه شوې وه . د دغې غوڼدې په ترڅ کې چې د ټولو ولايتونو واليانو، د پوليسو قوماندانانو او قامي مشرانو او مخورو برخه لرله افغان ولسمشر حامد کرزي وويل چې دغې غونډې په راتگ ځکه خوښ نه دى چې په وينا يې په دغې موضوع کې د افغانستان عزت تر پوښتنې لاندې دى او نه يې غوښتل چې دغې غونډې ته راشي. دۀ وويل:''ننۍ غونډه موږه افغانانو ته د خوښى وړ نه ده، دا هغه غونډه ده چې زه ورته زړه نا زړه راځم. په پام کې وه چې غونډه په نهه نيمو بجو پيل شي، خو ما ځان د يو کويټي اخبار سره بوخت کړ چې کيداى شي تاسو را نه شئ او زه هم را نه شم . دا هغه غونډه ده چې زه هيڅکله هغې ته خوښ نه يم ، دا هغه موضوع ده چې د افغانستان د بدنامۍ سبب گرځيدلې او د افغانستان عزت تر پوښتنې لاندې په کې راځي.''
ښاغلى کرزى د وينا پر مهال ډير قهرېدلى ښکاريده. هغه نړيواله ټولنه تورنه کړه چې د هغوى تر منځ د همغږۍ نشتوالي له امله په افغانستان کې د نشه يي توکو پر ضد مبارزه ټکنۍ شوې ده. هغه دا خبره هم وکړه چې د دغو توکو قاچاق همدغه نړيواله ټولنه کوي. ولسمشر کرزي وويل: ''نړيواله ټولنه دې پخپل منځ کې سره همغږې شي. د دوى په منځ کې هغه همغږي چې ضروري ده نشته. يو، يو څه وايي او بل ، بل څه وايي . په داسې حالت کې چې ستونزه د افغانستان ده او افغانان مسوله دي. خو قاچاق يې نړيواله ټولنه کوي او افغانان يې نه کوي. مافيا نړيواله ده ، افغاني نه ده. نړيوال مطبوعات افغان حکومت تورنوي، خو د افغانستان حکومت بريالى دى ، خو په هغه ځاى کې چې افغان حکومت تر شعاع لاندې دى هلته ناکامه يو.'' د ملگرو ملتونو د وروستي رپوټ له مخې د افغانستان په يو شمير ولايتونو کې تر نورو کلونو ډير کوکنار کرل شوي چې په سر ، سر کې يې د هلمند د ناکراره ولايت نوم اخيستل کيږي ، خو ښاغلى کرزى وايي چې د هلمند ولايت چارواکي په دې کار کې پړه نه بلکې د هغه په وينا د دې کار ټوله پړه د افغانستان په ملگرو او ملاتړو کې ده. کرزي وويل: ''د هلمند والي په دې کار کې هيڅ نه شي کولاى، هلمند يې واخيست گډ وډ يې کړ او گرد يې د طالبانو په لاس ورکه ، بهرنيان ، القاعده او نور ټول په کې په ازاده توگه تگ راتگ کوي ، زموږ ملگري دې موږ ته غوږ ونيسي ، زموږ نظر دې واوري او په هغې دې عمل وکړي. کاميابي هغه مهال راتلاى شي چې هم غږي سره ولرو او د افغانستان د نظر احترام او درناوى شي ، د هغې پرته ناکامي راځي لکه چې اوس په هلمند کې راغلې موږ دوه کاله وړاندې نړيواې ټولنې ته ويلي وه چې څه غواړو ، هغه يې راسره ونکړه نن د هلمند ولايت حالت دغه دى.''
افغان ولسمشر د پوليسو په هغو قوماندانانو هم نيوکه کوله چې گواکې د والي پر ځاى خپلې ستونزې د بهرنيو ځواکونو سره شريکوي او يا هم له هغوى نه سلا مشورې غواړي هغه په زغرده دا خبره وکړه چې دغه شان قوماندانانو ته به سزا ورکوي او له کاره به يې گوښه کوي : ''د دې خاورې واک د افغانانو دى دا خصوصا د امنيې قوماندانانو ته وايم دلته د افغانستان د حکومت واک دى هر مامور د افغانستان په تيره بيا پوليس که د خپلو امرينو اطاعت و نه کړي او د بهرنيانو اطاعت يې وکړ هغه به له کاره گوښه کيږي ، هره گړى پي ار ټيانو ته ورځغلى ، هره گړى په پي ار ټيانو کې ناست ياست ستاسو امري پي ار ټي نه ده ستاسو امر والي دى او د افغانستان حکومت دى.'' تر دې مهاله رسنيو د نشه يي توکو په قاچاقو کې يو شمير افغان چارواکي ښکيل بلل ، خو دا لومړى ځل دى چې ښاغلى کرزى په دې کار کې د نړيوالې ټولنې د ښکيلتيا نه هم پلو پورته کوي. خو افغان حکومت تر اوسه داسې قاچاق کونکي نه دي نيولي چې هغه دې د ښاغلي کرزي په حکومت کې د نامې جامې خلک وي ، تر اوسه چې کوم خلک نيول شوي دي هغه تر ډيره کچه عام وگړي دي چې د لږو نشه يي توکو سره نيول کيږي. اوس دا پوښتنه پيدا کيږي چې سږنى کال په افغانستان کې د کرل شويو کوکنارو نه 8200 ټنه اپين يا ترياک لاس ته راځي د دغو لاس ته راغليو اپينو قاچاق کونکي څوک کيداى شي ، چې افغان پوليس د سترو افغان قاچاق کونکو په نيولو کې پاتې راغلي نو د هغو بهرنيو قاچاق کونکو مخه به څوک او څنگه ونيسي چې ښاغلى کرزى يې د نړيوالې مافيايي کړۍ غړي بولي . | ورسره تړلي نور خبرونه د افغانستان نشه يي توکي يوه درېيمه زيات شوي27 اگست, 2007 | افغانستان برتانوى سفير: زموږ کوکنار ضد هلې ځلې بريالۍ نه وې27 اگست, 2007 | افغانستان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||