|
د افغانستان نشه يي توکي يوه درېيمه زيات شوي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
ملگري ملتونه وايي په افغانستان کې د نشه يي توکو د توليد کچه تر تېر کال يوه درېيمه لوړه شوې ده او تر ټولو لوړ ريکارډ يې جوړ کړى دى. د نشه يي توکو او جرمونو په ضد د ملگرو ملتونو د مبارزې دفتر په يوۀ نوي راپور کې چې نن (دوشنبه) ناوخته خپور شو ښيي چې په تېرو دوو کلونو کې د نشه يي داروگانو توليد په افغانستان کې يو پر دوه شوى دى. راپور وايي چې سويلي ولايت هلمند په يوازې سر د نړۍ تر بل هر هېواد د کوکنارو په کر کې مخکې دى - ان تر د کولمبيا په څېر د يو وخت د نشه يي داروگانو ترلويو توليدوونکو هم يو گام مخکې. د وروستي راپور له مخې، افغانستان اوس د نړۍ ٩٣ په سلو کې نشه يي توکي توليدوي. راپور ليکي چې د ميلياردونو ډالرو مرستو له لگولو او په سيمه کې د زرگونو نړيوالو سرتېرو له ځاى پر ځاى کولو سره سره، ١٩٣٠٠٠ هکتاره ځمکه سږ کال په افغانستان کې په کوکنارو پوښل شوې وه. د نشه يي توکو او جرمونو په ضد د ملگرو ملتونو د دفتر مشر، انټونيو ماريا کوسټا، وويل: ''لاسته راغلې پايلې خورا بدې دي، ډېرې ناوړه دي ځکه د کوکنارو کر ١٧ په سلو کې نور هم پورته شوى چې د تاريخي ريکارډ کچې ته رسېږي. په نړۍ کې بل هېڅ کوم هېواد هېڅکله دومره ډېره ځمکه ناقانونه کرکيلي ته نه ده ځانگړې کړې. په سويلي ولايت هلمند کې تر نور پاتې افغانستان زيات کوکنار کرل شوي چې دا سيمه د نشه يي توکو تر ټولو لويه توليدوونکي او کرونکي جوړوي. '' که څه هم په عمومي توگه د نشه يي توکو د توليد شمېره لوړه شوې، خو د هغو ولايتونو شمېره چې د نشه يي توکو کاروبار پکې نه کېږي تر کوکنار کرونکو هغودوه ځلې زياته ده. له کوکنارو څخه دغه پاک ولايتونه ډېرى په مرکزي او شمالي افغانستان کې دي او راپورونه وايي چې د نشه يي توکو ناقانونه کاروبار اوس له ناامنۍ او تاوتريخوالي سره ټينگ تړاو لري. د ملگرو ملتونو راپور د حل لارې په توگه د کلکو گامونو د اخيستلو سپارښتنه کوي چې لومړى امنيت ښه کړاى شي او بيا د نشه يي توکو په ضد هلې ځلې چټکې شي. راپور پر افغان حکومت غږ کوي چې له فساد سره په مبارزه کې جدي شي. | ورسره تړلي نور خبرونه برتانوى سفير: زموږ کوکنار ضد هلې ځلې بريالۍ نه وې27 اگست, 2007 | افغانستان هلته چې د کوکنارو کر د خلکو عادي کاروبار دى27 جون, 2007 | خبرونه سادات: دولتي مافيا دنشه يي توکو مبارزه گرانه کړې27 جون, 2007 | خبرونه 'د بديل معيشت پروگرام بريالى نه و'26 جون, 2007 | خبرونه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||