BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:29 گرينويچ 2007 ,27 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
سادات: دولتي مافيا دنشه يي توکو مبارزه گرانه کړې

د ترياکو کاروبار (د ارشيف انځور)
افغانستان د نشه يي توکو په کاروبار او توليد کې د نړۍ د هېوادونو په سر کې دى
د افغانستان د پوليسو يو شمېر چارواکي وايي چې د نشه يي توکو په قاچاقو کې ځينې لوړ پوړي حکومتي چارواکي او پخپله وسله وال ځواکونه ښکېل دي چې د هغوى په وينا د دغو کسانو نيونه ستونزمنه ده.

د کورنيو چارو وزار ت د نشه يي توکو پر ضد د پوليسو مشر پاسوال کمال سادات نن دغه خبره د شپږ ټنو نيول شويو نشه يي توکو د سوځولو پر مهال وکړه.

په دغو شپږ ټنو سوځول شويو نشه يي داروگانو کې اپين ، مورفيم ، هيرويين او چرس شامل وو چې پوليس وايي شاوخوا په دوه سوه بېلابېلو پيښو کې يې نيولي دي.

دوى وايي د دغو نشه يي داروگانو سره د تړاو په تور يې تر ٢٠٠ زيات کسان او يو شمير موټر او وسلې هم نيولي دي .

ځينې کتونکي باور ښيي چې افغان امنيتي چارواکو غوښتل چې د دې هر څه په ښوولو او ويلو سره دا څرگنده کړي چې گواکې د نشه يي داروگانو د قاچاق په وړاندې يې هڅې اغيزمنې وې. خو دوى وايي دا په افغانستان کې د اپينو د توليد شوې اندازې چې د شپږو زرو ټنو څخه اوړي او په دې چاره کې د ښکيلو زرگونو قاچاق کوونکو په پرتله په نشت حساب برخه ده.

د کورنيو چارو په وزارت کې د نشه يې داروگانو په وړاندې د مبارزې يوۀ چارواکى، پاسوال سيد کمال سادات، دا مني او وايي د نشه يي داروگانو په قاچاقو کې د يو شمير لوړ پوړو چارواکو ښکېلتيا د هغوى هلې ځلې د خنډ او ځنډ سره مخامخې کړي دي.

'دولتي مافيا'
د کوکنارو د کروندو ورانول
 ''دا يو واقعيت دى چې موږ لا تر اوسه په دې نه يو توانېدلي چې ستر قاچاق کوونکي ونيسو. مافيا په بيلابيلو ډولونو قاچاق کوي. موږ په دغه قاچاق کې يو شمير دولتي کارکوونکي، پوليس او پوځيان نيولي دي. دوى په دغو قاچاقو کې ښکيل دي نو دا ډيره ستونزمنه خبره ده موږ سره هم دومره امکانات نشته.
پاسوال کمال سادات، د کورنيو چارو له وزارته

ښاغلي سادات خبريالانو ته وويل: ''دا يو واقعيت دى چې موږ لا تر اوسه په دې نه يو توانېدلي چې ستر قاچاق کوونکي ونيسو. مافيا په بيلابيلو ډولونو قاچاق کوي. موږ په دغه قاچاق کې يو شمير دولتي کارکوونکي، پوليس او پوځيان نيولي دي. دوى په دغو قاچاقو کې ښکيل دي نو دا ډيره ستونزمنه خبره ده موږ سره هم دومره امکانات نشته.''

گڼ نور خلک هم ورته انگېرنې لري. که څه هم د کورنيو چارو وزارت پخوا هم د نشه يي داروگانو د قاچاقو په تور د سلگونو کسانو د نيولو خبره کړې، خو د ځينو په وينا داسې نه ښکاري چې په هغو کې دې هغه کسان وي چې ويل کيږي په لوړو حکومتي څوکيو کار کوي.

همدغه شان د ډيرو په وينا په افغانستان کې د نشه يي داروگانو د زياتوالي يو لامل همدا دى.

د ملگرو ملتونو د نشه يي داروگانو او جرمونو په وړاندې د مبارزې ادارې په خپل کلني راپور کې په دې اړه انديښنه په ډاگه کړې او ويلي يې دي چې د نړۍ ٩٢ سلنې اپين په افغانستان کې توليديږي. ملگري ملتونه وايي د نشه يي توکو همدغه بې کچې توليد په افغانستان کې سوله او امنيت د سترې ننگونې او گواښ سره مخامخ کړى دى.

د ډېرو په گومان داسې برېښي چې د نشه يي توکو په وړاندې مبارزه د افغان حکومت او نړيوالې ټولنې په وړاندې هغه ستره ننگونه ده چې د بيا رغاونې او امنيتي چارې يې يا خو په ټپه درولې او يا يې هم په ډيرو برخو کې له پڅوالي سره مخامخې کړې دي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت