BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:04 گرينويچ 2008 ,10 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
کوکنارو کرکېله به پنځوس په سلوکې کمه شي

د کوکنارو کروندگر
په افغانستان کې به د کوکنارو د کرکيلې پرضد چارې سږ کال د نورو کلونو په پرتله په نوې بڼه تر سره کيږي او نژدې پنځوس په سلو کې به کمى پکې راشي.
افغان حکومت وايي د روان کال تر پايه به په افغانستان کې د کوکنارو په کرکيله کې نژدې پنځوس په سلو کې کمى راشي .

دغه خبره په داسې مهال کيږي چې په افغانستان کې ځينو نړيوالو سرچينو په دغه هېواد کې د کوکنارو د ډېرېدو اندېښنه ښوولې وه .

افغان چارواکي د کوکنارو د ډېرېدو راپورونه ناسم گڼي او وايي چې سږ کال به د افغانستان په نژدې ټولو ولايتونو کې د سيمه ييزو اوسېدونکو او پوليسو پر مټ کرل شوي کوکنار په نوې بڼه له منځه يوړل شي .

په افغانستان کې به د کوکنارو د کرکيلې پرضد چارې سږ کال د نورو کلونو په پرتله په نوې بڼه تر سره کيږي .

د دغه کمپاين چارې به له ولايتونو نه پيليږي او د واليانو او سيمه ييزو شوراگانو دندې به پياوړې کيږي، خلکو ته به د نشه يې توکو د زيانونو په اړه پوهاوى ورکول کيږي او په پاى کې به د ملي پوليسو له لوري کرل شوي کوکنار له منځه وړل کيږي .

د کوکنارو د کرکيلې پرضد ملي کمپاين له تېرو نژدې دوو اوونيو راهيسې د افغانستان په ځينو سويل او لودېديځو ولايتونو کې پيل شوى دى .

افغان چارواکي له پيل شوي کمپاين نه هرکلى کوي او وايي دغه کمپاين به ځينو نورو ولايتونو ته هم وغزول شي چې په ترڅ کې به يې د دوى پر وينا نژدې نيمايي کرل شوي کوکنار واړول شي .

په کابل کې د نشه يې توکو پر ضدافغان وزير جنرال خداى داد د ځينو نړيوالو سرچينو له لوري هغه خپاره شوي راپورونه ناسم وبلل چې گواکې په روان کال کې به په دغه هېواد کې د کوکنارو په کرکيلې کې د پام وړ ډيروالى راشي .

ښاغلي خداى داد يو ځل بيا په دې ټينگار وکړ چې د سږ کال تر پايه به په افغانستان کې د کوکنارو په کرکيلې کې پنځوس په سلو کې کمى راشي .

دوه زره جرېبه ځمکه له کوکنارو پاکه شوه
 ښاغلي خداى داد زياته کړه له نشه يې توکو سره د مبارزې نوى کمپاين له تېرو دوو اوونيو راهيسې پيل شوى چې د ده پر وينا تر دې دمه په فراه او هلمند ولايتونو کې دوه زره جرېبه ځمکه له کوکنارو پاکه شوې ده .
جنرال خداى داد

دى وايي:'' زه گومان کوم چې ناسم پوهاوى شوى، د کوکنارو په کرکيله کې هېڅ ډېروالى نه دى راغلى بلکې شل په سلو کې کمى راغلى 'د يو ان او ډي سي' او د نړۍ د ځينو هېوادونو راپورونه ښيي چې په افغانستان کې به د کوکنارو په کرکيلې کې ډيروالى راشي زه داخبره په کلکه ردوم که چېرې موږ د کوکنارو پرضد دغه پروگرام په هلمند، فراه او ځينو نورو تودو او سړو ولايتونو کې په سمه توگه پلي کړو، زه په ډاډ سره ويلى شم چې موږ به سږ کال تر پنځوس فيصده ترياک را کم کړو.''

ښاغلي خداى داد زياته کړه له نشه يې توکو سره د مبارزې نوى کمپاين له تېرو دوو اوونيو راهيسې پيل شوى چې د ده پر وينا تر دې دمه په فراه او هلمند ولايتونو کې دوه زره جرېبه ځمکه له کوکنارو پاکه شوې ده .

افغان چارواکي وايي د کوکنارو پرضد روان کمپاين به د امنيتي ارگانو نو په بشپړې همغږۍ ترسره شي چې د اړتيا په وخت کې به په افغانستان کې ميشت نړيوال سوله ساتي ځواکونه هم مرسته وکړي .

افغان چارواکي ژمنه کوي چې د روان ميلادي کال تر پايه به د افغانستان نژدې پنځلس ولايته د کوکنارو له بوټي پاک شي .

تېرکال افغانستان په نړۍ کې يو تر ټولو ډېر توليدوونکى هېواد گڼل شوى و چې نژدې څلور نوي په سلو کې يې د نړۍ ترياک توليد کړي وو .

افغان چارواکي له هغه وروسته خپلې هڅې گړندۍ کړې چې په توکيو کې نړيوالې ټولنې د کوکنارو پر وړاندې د مبارزې په ډگر کې له افغان حکومت سره د لاډېرو مرستو ژمنه وکړه .

افغانستان د کوکنارو د کرکيلې له اړخه تېرکال د نړۍ په هېوادونو کې لومړى ځاى خپل کړى و چې د کوکنارو د کرکيلي ډېره برخه يې له هلمند ولايت نه بلل شوې وه .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت