|
د کوکنارو د له منځه وړلو لپاره 'ښه نوښت' پيل شو | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان دولت دنشه يي توکو د کښتونو د له منځه وړلو په وړاندې د مبارزې يو نوى پروگرام اعلان کړى دى . ديوې نوې هڅې په توگه به ددغه پروگرام له لارې چې ښه نوښت نوميږي په ١٩ ولايتونو کې دکوکنارو په وړاندې دپرمختيايي پروژو او عامه پوهاوي کارونه پيل شي. دنشه يي توکو په وړاندې د افغان وزارت مرستيال جنرال خدايداد وويل چې د ناټو ځواکونو ژمنه ورکړې چې په دې برخه کې به ددوى ملاتړ کوي. افغانستان د نړۍ داسې هيواد گڼل کيږي چې تر بل هر ځاى د نشه يي توکو توليداو قاچاق په کې پراخ دى. دافغانستان د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې وزارت وويل چې دوى به د٣٠ ميليونه امريکايي ډالرو په مرسته په ١٩ ولايتونو کې پرمختيايي پروژې په کار واچوي. ده وويل د ولايتي شوراگانو د استازواو سيمه ييزو قومي مشرانو له لارې به د نشه يي توکو په وړاندې د عامه پوهاوي پراخې منډې ترړې ددې لامل وگرځي چې خلک ددغو توکو له کر کيلې لاس واخلي. ددغه وزارت مرستيال جنرال خدايداد وويل نړيوال ځواکونه به په دې بهير کې له دوى سره لوژيستيکي ملاتړ روان وساتي. که څه هم دجنرال خدايداد په دغو څرگندونو کې نوې خبره نشته خو ده هڅه کوله چې ووايي چې افغان دولت يو ځل بيا د نشه يي توکو دراتلونکي کښت په وړاندې د مبارزې لپاره چمتوالى نيسي. د افغانستان د نشه يي توکو توليد د روان کال په اوږدو کې نړيوالې انديښنې يو ځل بيا راپورته کړې کله چې ملگرو ملتونو وويل چې په دې هيواد کې يې توليد ٩٣ سلوالې ته رسيدلى دى. له هغې وروسته داگنگوسي ډير شوي دي چې د نشه يي توکودپراخ توليد او کاروبار په وړاندې دافغان دولت او د نړيوالې ټولنې مبارزه له ناکامۍ سره مخامخ شوې ده. څارونکي وايي په راتلونکي کې هم دا امکان ډير کم ښکاري چې افغان دولت به د نړيوالو مرستو سره سره د نشه يي توکو د توليد پراخيدونکې کچه راټيټه کړي. ځکه چې مخ په خرابيدونکى امنيتي حالت هم دنشه يي توکو له قاچاق کونکو سره مرسته کوي چې دوى يې ناوړه فعاليت ته وده ورکړي. | ورسره تړلي نور خبرونه کرزى: نړيواله ټولنه د نشه يي توکو دکاروبار ترشا ده29 اگست, 2007 | افغانستان د افغانستان نشه يي توکي يوه درېيمه زيات شوي27 اگست, 2007 | افغانستان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||