BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 17:24 گرينويچ 2008 ,04 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
امريکا : پر کوکنارو د درملو شيندل اوس نه کوو
ريچرډ ډگلس
د امريکا د دفاع وزارت مرستيال ريچرډ ډگلس وايي اقتصادي پرمختگ تر ټولو ښه لار ده چې د مخدره توکو د توليد مخه ونيسي
متحد ايالات وايي په افغانستان کې د کوکنارو پر کروندو له هوا څخه د درملو پر شيندلو اوس غور نه کوي .

دا خبره د امريکا د دفاع وزارت مرستيال ريچرډ ډگلس له بي بي سي سره په ځانگړې مرکه کې په داسې حال کې کوي چې په افغانستان کې د کوکنارو د کروندو د خرابولو کمپاين پيل شوى دى .

داسې گنگوسې هم وې چې ښايي سږ کال له هوا څخه د درملو د شيندلو چاره عملي شي .

ايمل پسرلي دغه مرکه ترسره کړې او دا رپوټ پرې لري

په افغانستان کې د کوکنارو د کر پر ضد هلې ځلې په تيرو څو کلونو کې د ډيرو په گومان بريالۍ نه وې .

د هوا له لارې پر کروندو د درملو د شيندلو امکان د ولس ، حکومت او نړيوالو ملاتړو ترمنځ توپيرونه پيدا کړل .خو دغه موضوع غلې نه شوه .

تير کال ځينو افغان چارواکو ويل چې که په راتلونکي کې نورې لارې بريالۍ نه وې نو د درملو کارول هم شوني دي .

خو د متحدو ايالاتو د دفاع وزارت مرسيتال ريچرډ ډگلس وايي چې پر دغې مسالې د اوس لپاره برغولى اېښوول شوى دى :

(( دا مساله اوس تړل شوې ، پر دې مسالې بحثونه شوي او گومان کوم ولسمشر کرزي پرې خپل نظر ورکړى دى نو اوس دغه موضوع تړلې ده . ))

د اوس لپاره د موضوع له تړلو د ښاغلي ډگلس ښکاره مطلب دا و چې په راتلونکي کې يو وار بيا دغه کار شايد عملي شي .

خو دم گړۍ امريکايي مرستيال وزير د متبادل کښت او د اقتصاد د ښه کولو لپاره لارې چارې مهمې بولي .

دۀ باور ښوود چې تر پخوا اوس نړيواله ټولنه په ښه توگه او د دۀ په وينا په ښې همغږۍ کار کوي .

دۀ افغانان هغه هوښيار خلک وبلل چې له شرايطو گټه اخيستلى شي . د امريکا د دفاع

 گومان کوم نړيواله ټولنه به داسې لارې ولټوي چې په هلمند کې له بزگرانو سره مرسته وکړي چې مالوچو ته بازار پيدا کړي
ريچرډ ډگلس
مرستيال وزير په ټول افغانستان کې او په ځانگړې توگه د هلمند بزگران وهڅول چې نورو فصلونو ته مخه کړي او د نړيوالو له مرستو گټه واخلي :

(( گومان کوم دا ډيره مهمه خبره ده چې د هلمند کروندگر پنبه يا مالوچ وکري . زۀ په دې کې شک نه وينم چې مالوچ خورا مهم دي . گومان کوم نړيواله ټولنه به داسې لارې ولټوي چې په هلمند کې له بزگرانو سره مرسته وکړي چې مالوچو ته بازار پيدا کړي او د دې خبرې اهميت هم لږ نه دى چې بنسټيزه زير بنا لکه سړکونه جوړ شي چې بزگران پرې خپل فصل بازار ته ورسوي . ))

امريکايي لوړ پوړي چا رواکي دا نظر رد کړ چې گواکې پر بزگرانو فشار به هغوى د حکومت مخالفې غاړې لمن ته واچوي .

دۀ د افغانستان د کورنيو چارو له وزارت سره د مرستو يادونه هم وکړه چې د کوکنارو د ختمولو په مبارزه کې يې وکاروي .

له لويه سره د ښاغلي ډگلس پيغام همدا و چې د اقتصاد د ښه کولو په مټ، د نړيوالو مرستو پر ښه سمبالولو او له افغان حکومت سره د مرستو له لارې به د اوس لپاره په افغانستان کې د کوکنارو پر ضد مبارزه کوي .

د امريکا د دفاع وزارت مرستيال پر دې خبرې نه کوي چې که دا هڅې بريالۍ نه شوې نو څه به کوي .

خو ښايي له خبرو يې اټکل همدا وشي چې د درملو د شيندلو پر موضوع به اوس ايښودل شوى برغولى هاله ليرې کوي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت