BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:25 گرينويچ 2004 ,30 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په ننگرهار کې دکوکنارو پرکروندوکيمياوي موادشيندل شوي
کوکنار
کوکنار
په افغانستان کې د ولسمشر حامد کرزي وياند وايي څېړنو دننگرهار ولايت په دوو ولسواليو کې دکوکنارو پرکروندو د وچوونکو کيمياوي موادو دشيندلو ريپورټونه تاييد کړي دي.

خو وياند جاويد لودين وويل چې د عامې روغتياد وزارت له خوا تر سره شوې دغې څېړنې نه ده معلومه کړې چې دغه کيمياوي مواد چا او څنگه شيندلي دي.

 د عامې روغتياد وزارت له خوا تر سره شوې څېړنې نه ده معلومه کړې چې کيمياوي مواد چا او څنگه شيندلي دي.
جاويد لودين

نوموړي زياته کړه چې امريکاييانو او بريتانويانو ورته ويلي چې د هغو ځواکونو دا کار نه دى کړى.

شاو خوا دوه اونۍ وړاندې د ننگرهار د شنيوارو او خوگياڼو ولسواليو خلکو سيمه ييزه چارواکو او خبريالانو ته د خپلو کروندو د ټېپرو، پالکو او نورو سبو بوټي ورښکاره کړل چې ويل ېې د هغه څه له امله وچ شوي چې د شپې له مخې له الوتکو څخه پرې زهرجن کيماوي مواد شيندل شوي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت