 |  ځايي سپين ږيرو د هلمند والي ته په لومړي ځل خبر ورکړ . | د مخدره توکيو پر ضد د افغانستان د مبارزې وزير حبيب الله قادري وايي دوى د هلمند په ولايت کې د الوتکو له لارې د کوکنارو پر کروندو باندې د کيميايي درملو د شيندلو له قضيې نه دي خبر شوي .ښاغلي قادري دا خبرې تر هغه وروسته کولې چې د هلمند والي حاجي شير محمد اخوندزاده بي بي سي ته وويل چې د نوزاد په ولسوالۍ کې د پنجشنبه په ماښام نامعلومو الوتکو پر کروندو کيميايي درمل شيندلي دي . والي زياته کړه چې د هغو درملو له امله د نوزاد په ليرې پرتې ولسوالۍ کې ماشومانو ته د پوټکي يو ډول ناروغي پيدا شوې ، څاروي مړۀ شوي او په سيمه کې بد بوى پيدا شوى دى . د مخدره توکيو پر ضد د افغانستان د مبارزې د وزارت مسوول له بي بي سي سره په خبرو کې وويل دا کار د افغانستان له حکومت سره په سلا نه دى شوى . ښاغليو قادري او اخوندزاده ټينگار لارۀ په دې نه دې خبر چې دغه الوتکې به د چا وې . تر دې وړاندې د ننگرهار په ولايت کې هم دغه ډول دارو شيندل شوي و چې امريکايي الوتکو کړي و .
|