BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:21 گرينويچ 2007 ,16 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ملادادالله په نشه يي توکو ضد مبارزه کې خنډ و

ملا دادالله
ملا داد الله د طالبانو تر ټولو لوى عملياتي قومندان و او افغان چارواکي وايي طالبان د کوکنارو په ضد د مبارزې مخنيوى کوي
د افغانستان د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې وزارت وايي د طالبانو د مشهور قومندان ملا داد الله له وژلو وروسته ددوى هيلې ډيرې شوي دي چې د نشه يي توکو په وړاندې مبارزه به ښه پرمخ ولاړه شي .

ملا داد الله د روانې اونۍ په لومړيو ورځو کې د افغان او ناټو د گډو پوځونو په عملياتو کې ووژل شو .

ددغه وزارت يوۀ وياند خبريالانو ته وويل چې نوموړي د نشه يي توکو د قاچاق کوونکو پراخ ملاتړ درلود .

د ټولې نړۍ په کچه افغانستان د نشه يي توکو ترگردو زيات توليد وړاندې کوي .

دوه کاله وړاندې د افغانستان دولت يوه پنځه کلنه تگلاره نړۍ ته وړاندې کړه چې د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې د لارو چارو اصلي ټکي په کې خوندي دي .

د افغانستان د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې وزارت يو وياند زلمي افضلي وويل د ملا دادالله له وژلو سره په افغانستان کې د نشه يي توکو د قاچاق، توليد او د پرمختيا سمبالونکې نړيوالې مافېا فعالينو سخت گذار وخوړ .

ده باور وښود چې له دې وروسته به د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې تگلاره په سمه توگه پلې شي .

د نشه يي توکو د قاچاق د نړيوالې مافيا نوم داسې ټکى دى چې د افغان چارواکو له خوا بيا بيا ياديږي خو دا نه روښانه کوي چې نړيواله مافيا څوک دي .

د دغو توکو توليد او قاچاق د افغانستان د ټيکاوو لپاره تر گردو لوى گواښ گڼل کيږي .

هغه څه چې د نشه يي توکو د نړيوالې مافيا په نامه ياديږي د افغان چارواکو په وينا د ځنځير په څيريي افغانستان کې غځونې کړي د هيواد پر بيلا بيلو پولو نشه يي توکي بهرنيو هيوادونو ته قاچاقوي .

کوکنار
 د طالبانو د وتلي قومندان ملا داد الله له وژلو وروسته ددې هيلې ډيرې شوي دي چې د نشه يي توکو په وړاندې مبارزه به لا پراخه شي .
زلمى افضلي، د نشه توکو په ضد مبارزې وزارت وياند

له دې وړاندې افغان چارواکو بيا بيا دا ويلي دي چې يو شمير دولتي چارواکي يي د

نشه يي توکو د قاچاق په تور نيولي دي خو تر اوسه کوم چارواکى په دې تور محکمې ته نه دى راکاږل شوى .

که څه هم ښاغلي افضلي تر ډيره هڅه کوله چې ځينې افغان چارواکي ددې مافيا غړي ونه ښيي خودا يي رد نه کړه چې په دولت کې به ددې مافيا غړي ځاى ونه لري .

ټاکل شوې وه تير کال ٢٤٠٠٠ه هکټاره ځمکه له کوکنارو څخه پاکه شي خو د امنيتي ستونزو له کبله يوازې څه له پاسه دولس زره هکټاره مځکې کښت واړول شو.

افغان دولت وايي په روان کال کې يي ډير پرمختگ کړى دى او له ٢٥٠٠٠ زره هکټاره مځکې څخه يي ډيره اړولې ده .

چارواکي وايي په گرد افغانستان کې په ١٦٥٠٠٠ هکټاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت