BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:52 گرينويچ 2008 ,06 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
افغانستان د نړۍ په سلو کې ٩٠ ترياک توليدوي
له نشه يي توکو سره مبارزه
افغانستان دا مهال د نړۍ په سلو کې ٩٠ برخه ترياک توليدوي خو د سويلي پولو نه بيا پاکستان او ايران ته وړل کېږي .
په افغانستان کې د راتلونکي کال د کوکنارو د کښت او توليد د ډېرښت په اړه د ملگرو ملتو د نشه يي داروگانو او جرمونو د څانگې وروستى رپوټ د برتانيا لپاره ډېر حيرانوونکى وو .

برتانيا هغه هېواد دى چې په افغانستان کې د کوکنارو د کر او مخنيوي په برخه کې تر ټولو نورو هغو ډېرې مرستې کوي .

د ملگرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو پر ضد څانگې په وروستي رپوټ کې چې د سې شنبې په ورځ د څار او همغږۍ په گډه غونډه کې چې د توکيو په ښار کې جوړه شوې ده وړاندې شو .

په دغه رپوټ کې راغلي چې کېداى شي په افغانستان کې د کوکنارو کر خپل وروستي بريد ته رسيدلى ، او داسې اټکلونه هم شته چې په ٢٠٠٨ کال کې به د تېر هغه په پرتله زيات وکرل شي، د هلمند سويلي ولايت به په راتلونکي کال کې د تېر په څېر د نړۍ د کوکنارو د کر تر ټولو ډېره کرونکې سيمه پاتې شي .

دمگړۍ چې د افغانستان ډېرې برخې واورې پوښلي خو د ملگرو ملتونو ارزونه ښيي چې په کروندو کې د کوکنار تخم شيندل شوى او ښايي چې توليد يې يا د تېر کال په څېر او يا تر هغه لږ څه ټيټ وي، په دغې ارزونه کې د ٥٠٠ بزگرانو سره مرکې شوي دي .

د دغې ادارې مشر انتونيو ماريا کوستاو د کوکنارو کر د طالبانو لپاره عايداتي سرچينه وبلله او ويې ويل چې په افغانستان کې درېيمه برخه کوکنار په هغو سيمو کې کرل کېږي چې يا حکومتي واکمني په کې له سره نه شته او يا هم کمزورې ده .

د واکمنۍ نشتوالى
 په افغانستان کې درېيمه برخه کوکنار په هغو سيمو کې کرل کېږي چې يا حکومتي واکمني په کې له سره نه شته او يا هم کمزورې ده .
انتونيو ماريا کوستاو

هغۀ پر افغان دولت او ملاتړو يې غږ وکړ چې د نشه يي توکو پر ضد خپلې هلې ځلې غښتلې کړي .

په دغه رپوټ کې ټينگار شوى چې وسله وال طالبان د نشه يي توکو د سوداگرۍ له لارې وسلې رانيسي ، چاودېدونکي توکي او وېره اچوونکي دغه هېواد ته استوي .

په رپوټ کې دا هم راغلي افغانستان چې دا مهال د نړۍ په سلو کې ٩٠ برخه ترياک توليدوي خو د سويلي پولو نه پاکستان او ايران ته وړل کېږي چې وروسته خليج هېوادونو ته صادريږي .
په داسې حال کې چې شنونکي او سياسي کارپوهان افغانستان ته د سولې، پراختيا، د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې او د خلکو په خوښه حکومت د رامنځته کېدو ته تر ټولو نورو هغو لومړيتوب ورکوي، خو داسې برېښي چې په دغه هېواد کې د نشه يي توکو لوبه د خطر پر لور کږيږي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت