|
هلمند كې دكوكنارو پرضد نوى کمپاين پيل شو | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په هلمند ولايت كې نن دكوكنارو دله منځه وړلو كمپاين پيل شو. د هلمند والي اسدالله وفا وويل نن د کوکنارو د له منځه وړلو کمپاين دهلمند د مركز ترڅنګ په يوشمېر ولسواليو كې پيل شو. د هلمند ولايت كروندګر وايي چې دكوكنارو د كروندو د له منځه وړلو وروسته بايد دحكومت له لوري ورسره مرستې وشي . هلمند هغه ولايت دى چې كوكنارپكې ډېركرل كېږي . د هلمند ولايت د مركز اړوندپه بولان سيمه كې نن دحكومت له لوري دكوكنارو د له منځه وړلو كمپاين پيل شو. د هلمند والي اسدالله وفا وويل چې دمركز پرته په يوشمېرولسواليو كې به هم دكوكنارو شنې كروندې ويجاړې كړي . په هلمندولايت كې درې مياشتي وړاندي كوكنار كرل شوي دي اواوس حكومتي چارواكې شنې كروندې له منځه وړي . كه څه هم چارواكي وايي چې كروندګرو ته به د هغوى د كوكنارو د له منځه وړلو په بدل كې هېڅ امتياز نه وركول كيږي خو د هلمندګڼ كروندګر وايي چې كه حكومت مرستې ورسره ونه كړي ښايي له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ شي. يو هم له دغو كروندګرو څخه فضل الباري دى، نوموړى وايي:'' كه له موږ سره مرستې ونشي ښايي موږ هم خپل كوچنيان وپلورو، موږ ډېر بې وزله يو له کوکنارو پرته زموږ نور هېڅ كرنيز توكې ماركيټ نه لري.'' بل پلو د هلمند د يو شمېر ارامو ولسواليو كروندګرګيله كوي چې هركال يوازې ددوى په سيمو كې دكوكنارو كروندې له منځه وړل كيږي او د هلمند په هغو ولسواليو كې چې و اك يي له وسله والو طالبانو سره دى خلك خپل كوكنار اخلي.
د هلمند والي اسدالله وفا وايي چې دى هم ددغوكروندګرو ګيله پرځاي بولي خو كه امكانات ومومي په ټولو ولسواليو كې به كوكنار پرې نه ږدي. ښاغلى وفا وايي:'' زه د خلكو ګيله پرځاى بولم، مامخكې هم ويلي وو چې نړيوال ځواكونه دې عمليات كوي زه به كمپاين ورپسې كوم خو دوى زموږ خولې ته نه ګوري يوازې خپل نظرراباندي تحميلوي.'' هلمند د افغانستان په سويل كې يو له هغو ناارامه ولايتونو څخه دى چې ډېر كوكنار پکې كرل كيږي. تېركال ملګروملتونو هلمند هغه ولايت بللي وو چې ترټول افغانستان پكې ډېركوكنار كرل شوي وو. | ورسره تړلي نور خبرونه افغانستان کې د کوکنارو د کر مخنيوى29 اگست, 2007 | افغانستان د کوکنارو د له منځه وړلو لپاره 'ښه نوښت' پيل شو03 اکتوبر, 2007 | افغانستان د کندهار چارواکي: د کوکنارو کروندگر بنديانوو24 اکتوبر, 2007 | افغانستان کابل د نشه يي توکو په اړه د نړيوالې غونډې کوربه دى30 اکتوبر, 2007 | افغانستان ايساف د مخدره توکو د قاچاق مخنيوى کړى28 نومبر, 2007 | افغانستان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||