|
ايساف د مخدره توکو د قاچاق مخنيوى کړى | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په افغانستان کې په لومړي ځل د امنيت نړيوالو مرستندويو ځواکونو يا ايساف د مخدره توکو د قاچاق په مخنيوي کې ونډه اخيستې ده . د ايساف له لورې په خپرې شوې يوې اعلاميې کې ويل شوي دي چې د هلمند په مرکز لشکرگاه کې يې ١٠٠ کيلوگرامه اوومه کوکنار په روانه اوونۍ کې نيولي دي . اعلاميه وايي چې دغه عمليات يې له استخباراتي معلوماتو وروسته ترسره کړي دي او د يو ميليون امريکايي ډالرو په ارزښت توکي يې نيولي دي . په دې وروستيو کې ملگرو ملتونو په افغانستان کې له مېشتو نړيوالو ځواکونو غوښتي و چې د مخدره توکو د قاچاق او کر په مخنيوي کې مرسته وکړي . د هلمند په ولايت کې څو مياشتې وړاندې هغه مهال د ايساف پر ځواکونو نيوکې وشوې چې پر ځايي راډيوگانو کې يې اعلانونه خپارۀ کړل او بزگرانو ته يې ډاډ ورکړ چې د کوکنارو پر کرکيلې يې دوى کار نه لري . ايساف له هغو نيوکو وروسته اعلان ليرې کړ او تيروتنه يې وبلله . ملگري ملتونه او ډيرې نورې ادارې په دې باور دي چې له مخدره توکو څخه طالبان مالي گټه ترلاسه کوي . ايساف د ډيرو په گومان تر اوسه ځکه په دې برخه کې کار نه و کړى چې د ځايي بزگرانو او خلکو د زړۀ او ذهن د گټلو په لار کې يې دغه ډول گام خنډ بالۀ . | ورسره تړلي نور خبرونه هلته چې د کوکنارو کر د خلکو عادي کاروبار دى27 جون, 2007 | خبرونه سادات: دولتي مافيا دنشه يي توکو مبارزه گرانه کړې27 جون, 2007 | خبرونه پرنشو د روږدو کسانو شمېره تر ميليون واوښته27 مۍ, 2007 | خبرونه 'نړيواله ټولنه د کوکنارو په ضد ناهمغږې ده'26 مۍ, 2007 | خبرونه م.م: د ناټو د اعلان مخالف يو24 اپريل, 2007 | خبرونه برتانيادنشه يي توکو مبارزې ته نورې پيسې ورکوي26 مارچ, 2007 | خبرونه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||