|
پرنشو د روږدو کسانو شمېره تر ميليون واوښته | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
افغان حکومت وايي تر يو ميليون زيات کسان په افغانستان کې د نشه يي داروگانو پر کارونې روږدي دي . د نشه يي داروگانو پرضد د مبارزې وزير حبيب الله قادري وويل په نشو د اخته کېدو زياتېدنه په هيواد کې د نشه يي داروگانو د توليد له زياتوالي سره مخامخ تړاو لري . ښاغلي قادري دغه څرگندونې د افغانستان په بيلابيلو ولايتونو کې پر نشو د اخته کسانو د درملنې لپاره د شاوخوا ٣٥ مرکزونو د جوړېدو په غونډه کې وکړې. خو څنگه چې يو شمېر ډاکتران وايي دغه مرکزونه نه شي کولى چې په نشو د ټولو روږدو کسانو ددرملنې اړتيا وې پوره کړي . ورځ په ورځ د افغانستان د ښارونو په لارو او کوڅو کې د هغو کسانو زياتيدل چې پر نشه يي داروگانو د روږدېدو وروسته گدايي کوي، په دې هيواد کې پر نشو د اخته کيدو د ډېريدو يوه نښه بلل کيږي. د نشه يي داروگانو په وړاندې د مبارزې وزارت د هغو کسانو شمېر چې هيرويين، تارياک، چرس او نور نشه يي داروگان کاروي، تر يو ميليون پورته ښيي. په دوى کې پر نارينه وو سربيره ښځې او ماشومان هم شامل دي. د نشه يي داروگانو پر ضد د مبارزې وزير حبيب الله قادري وايي په دوى کې زياتره هغه افغانان دي چې د افغانستان له گاونډيو هيوادونو څخه هيواد ته را ستانه شوي دي . خو ددې ترڅنگ ښاغلى قادري پر نشو د اخته کېدو زياتيدل ، په هيواد کې دد غو توکو د توليد پر زياتوالي پورې هم تړلى بولي او وايي پر نشو د هغو کسانو د اخته کيدو شونتيا هم ډيره ده چې ددغو توکو د توليد په کارخانو کې کارکوي .
پر نشه يي توکو د کسانو د روږدېدو زياتيدنې، پر نشو د اختو کسانو ددرملنې په برخه کې هم افغان حکومت له ننگونې سره مخامخ کړى دى . ښاغلى قادري وايي تراوسه توانېدلى چې پر کابل سربيره د افغانستان په بيلابيلو ولايتونو کې پر نشو د اخته کسانو د درملنې شاوخوا٣٥ مرکزونه جوړ کړي چې هر يو يې د شاوخوا شلو کسانو د درملنې امکانات لري . يو شمېر روغتياپال وايي دغه مرکزونه نه شي کولى چې له دې وړتيا سره په نشو د اخته کسانو آن په سلو کې ٢٥ کسان هم درملنه کړي . د نشه يي داروگانو په وړاندې د مبارزې وزارت هم له ورته ستونزې شکايت کوي او ددرملنې د مرکزونو د زياتولو لپاره د نورو مرستو غوښتنه کوي . خو د چارو يو شمېر کارپوهان وايي غوره به داوي چې دنشه يي توکو د توليد په کمولو او د پوهاوي د اغيزمن کار په ترسره کولو سره پر نشو د ځوانانو د اخته کيدو مخنيوى وشي. | ورسره تړلي نور خبرونه په افغانستان کې يو ميليون کسان معتاده دي24 نومبر, 2005 | خبرونه د معتادينو لپاره ٦ افغان روغتيايي مرکزونه جوړيږي21 فبروري, 2006 | خبرونه افغانستان د ايډز د کنترول ملي پروگرام پيلوي01 دسمبر, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||