BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:07 گرينويچ 2006 ,01 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
افغانستان د ايډز د کنترول ملي پروگرام پيلوي

ايډز ضد کمپاين
په ټوله نړۍ کې شاوخوا ٤٠ ميليونه انسانان د ايډز په ناروغۍ اخته شوي چې د رپوټونو ترمخه يې نيمايي برخې ژوند له لاسه ورکړى
افغان حکومت وايي ډير ژر به د ايډز د کنترول يو ملي پروگرام پيلوي چې په افغانستان کې خلک له دغې ناروغۍ خبر ورکړي او سلا مشورې ورکړي .

د رسيمي شميرو ترمخه په ټول افغانستان کې د ايډز يوازې ٦٠ قضيې شته خو طبي کاروپوهان ويره لري چې ريښتينې شميره به تر دې خورا ډيره وي .

د ځينو په گومان په افغانستان کې د ايچ اى وي او ايډز د ناروغانو دقيقه شميره ښايي هيڅکله ونه موندل شي .

پېغور او له دغه ډول ناروغ څخه کرکه ډير خلک ډاروي چې آن د خپلې کورنۍ تر ټولو نژدې غړو ته خبر ورکړي .

د ايچ اى وي او ايډز د خطر په باب د معلوماتو نشتوالى هم د ځينو په گومان ښايي د دغې وژونکې ناروغۍ په خپريدلو کې ونډه ومومي .ښايي په همدې دليل اوس افغانستان د ايډز د کنټرول پر يوۀ ملي پروگرام لاس پورې کوي .

د دوى په وينا راتلونکو درو کلونو کې د دغه پروگرام د پلي کولو لپاره ١٠ ميليونه ډالرو ته اړتيا ويني .

د اوس لپاره افغانستان يوازې په پنځو ولايتونو کې د ايچ اى وي او ايډز د تشخيص او سلا مشورې مرکزونه لري . دغه مرکزونه له پلازمينې کابل څخه پرته نور ټول په داسې ځايونو کې دي چې له گاونډيو هيوادونو سره په پوله پراته دي .

افغان چارواکي وايي د ايډز د معلومو شويو ناروغانو ډيره برخه له گاونډيو هيوادونو افغانستان ته راغلې ده . خو پر چارواکو نيوکه دا ده چې د خوست او هلمند په څير ولايتونو کې دغه ډول مرکزونه نشته .

 پېغور او له دغه ډول ناروغ څخه کرکه ډير خلک ډاروي چې آن د خپلې کورنۍ تر ټولو نژدې غړو ته خبر ورکړي .

د رسمي شميرو ترمخه په خوست کې هم د ايډز ناروغان موندل شوي چې د چارواکو په وينا يې د خليج په هيوادونو کې د کار پر وخت يې د ايچ اى وي ويروس اخيستي دي .

په هلمند کې بيا د مخدره توکو کاريدنه په دې وروستيو کې ډيره شوې چې چارواکي يې د کوکنارو د کرکيلې له ډيريدو سره تړي .

د افغانستان د رسمي شميرو ترمخه له بهره په راغليو ايډز اخته کسانو کې ١٤ تنه يوازې له ايرانه راغلي چې هلته په مخدره توکو هم روږدي و .

د روغتيا وزارت غواړي چې د جوماتونو له لارې د تبليغ په مټ او د ښوونځيو په نصاب کې د يوۀ نوي مضمون له لارې ولس د ايچ اى وي او ايډز له خطرونو خبر کړي .

د طبي چارو کارپوهان که څه هم دغه گام مناسب بولي خو ويره ښيي چې د شته ناروغانو معلومول او ورڅخه روغو کسانو ساتنه د اوس لپاره تر ټولو مهمه خبره ده که نه نو د دوى په وينا به دغه ناروغي پټ په پټه له کنټروله وتلې وي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت